کابل (پژواک، ١٥ورى ٩٥): نن په مشرانو جرګې د (انسجام ملي) په نوم دويمه پارلماني ډلې خپل شتون اعلان کړ.
په مشرانو جرګه کې د کابل د خلکو استازي او ددې نوې ډلې وياند نثار احمد حارس، د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې د انسجام ملي ډله د عدالت، ملي يووالي او سولې د رامنځته کولو، اداري فساد سره مبارزې او د حکومت او مشرانو ترمنځ د نېکو اړيکو د رامنځته کولو په موخه ددې جرګې له ٤٠ غړو جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: ((هېڅوک هم په يوازيتوب سره نه شي کولى چې د خپل هېواد د ملي ګټو لپاره کار وکړي، موږ هم د خپل هېواد د ملي ګټو لپاره دا ډله جوړه کړې ده.))
هغه وويل چې د خلکو له حقونو دفاع او د جرګې له اداري پلاوي سره مرسته کول يې د ډلې بله موخه ده.
حارث وويل چې په دې جرګه کې د پنجشېر د خلکو استازى محمد علم ايزديار د ګروپ دغړو ترمنځ په شوو ټاګنو کې د مشر په توګه ټاکل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هرات ولايت نه د جرګې انتصابي غړې امنه افضلي د لومړۍ مرستيالې، د کنړ د خلکو استازى طيب اغا د دويم مرستيال او له خوست نه د جرګې انتصابې غړې انارکلي هنريار د يادې پارلماني ډلې د منشي په توګه ټاکل شوې ده.
تر دې وړاندې هم د (وحدت، سبا، ملي کاروان، سولې، عدالت، رسالت، سعادت او اعتماد) په نوم ډلې په ولسي جرګه او (حمايت از قانون) ډله په مشرانو جرګه کې جوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن