ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” حکومت له اروپايي هېوادو سره د کډوالۍ د عواملو د منځه وړو په يوه پروګرام کار کوي”

” حکومت له اروپايي هېوادو سره د کډوالۍ د عواملو د منځه وړو په يوه پروګرام کار کوي”

author avatar
4 Apr 2016 - 19:07
” حکومت له اروپايي هېوادو سره د کډوالۍ د عواملو د منځه وړو په يوه پروګرام کار کوي”
author avatar
4 Apr 2016 - 19:07

کابل(پژواک،١٦ورى٩٥): د ملي امنيت شورا سلاکار وايي چې افغان دولت له ټولو اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو په اړه پر داسې يوې برنامې کار کوي چې په ترڅ کې يې په افغانستان کې د کډوالۍ عوامل له منځه لاړ شي.

د افغانستان دملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر دغه څرګندونې د ناروې هېواد د بهرنيو چارو له مرستيال وزير تورې هاترم سره په لېدنه کې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت شورا د سلاکار له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا او په اروپا کې د افغان کډوالو پر وضيعت خبرې وشوې.

سرچينه وايي چې د ملي امنيت سلاکار په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان د پوليسو د ځانګړي ځواک په روزلو او له افغانستان سره په نورو برخو کې د ناروې له مرستو مننه وکړه.

 اتمر زياته کړه، چې افغان دولت له ټولو اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو په اړه پر يوې داسې برنامې کار کوي، چې په ترڅ کې يې په افغانستان کې د کډوالۍ عوامل له منځه لاړ شي.

خو هغه ددې برنامې په اړه نور توضيحات نه دي ورکړي.

 د ملي امنيت سلاکار و ويل چې افغان دولت د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې په افغانستان کې د امنيت د تامين، سولې ټينګښت او اقتصادي پراختيا لپاره له مشخصو برنامو او غوښتنو سره ګډون کوي او هيله لري، چې د ناروې دولت په دې مهمو غونډو کې د افغانستان د دولت د دريځ ملاتړ وکړي.

دغه راز د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال تورې هاترم و ويل چې هېواد يې د کډوالو د ستونزې د هواري لپاره د افغانستان د دولت د پروګرامونو ملاتړ کوي.

ده وويل چې  د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې به د افغان دولت د غوښتنو او برنامو د ملاتړ لپاره د نورو اروپايي او ناټو غړو هېوادونو د ملاتړ د راخپلولو په برخه کې هم هلې ځلې وکړي.

دغه راز د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال تورې هاترم نن د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره هم وليدل.

په دې ليدنه کې  صلاح الدين رباني وويل چې افغان دولت په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه اندېښمن دى.

ده وويل چې افغان دولت هڅه کوي ترڅو د کډوالۍ په برخه کې له اروپايي اتحاديې او غړو هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.