مزارشریف، بلخ، د ۲۰۱۶ کال د اپریل د میاشتې ۲ مه نیټه –په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د ټیلیفوني مرستې کرښه په کار واچول شوه. د دغې کرښې خدمتونه د بلخ، بدخشان، بغلان، کندز، سمنګان او تخار په ولایتونو کې کارول کیدای شي. د ۶۴۶۴ د شمیرې په دایرولو سره افغانې ښځې او نارینه کولای شي، پرته له دې چې دهغوی شمیره ولیدل شي، د حقوقي، رواني او مذهبي موضوعاتو په باب معلومات او سلا مشورې په لاس راوړي. د دغې شمیرې اړیکه وړیا ده او د هیواد په جنوبي او ختیزو برخو کې چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې فعاله شویده د خلکو د ښه هرکلي سبب شویده. د المان او همداراز د هالند او فلند حکومتونو د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت د نوموړي ټیلیفوني کرښې تمدید تمویلوي.
د بشپړ راپور لوستلو لپاره دلته کلېک وکړئ...
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن