کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٥): د تورغونډۍ- هرات هوايي ډګر د ٢٠٠ کيلومترو د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي – اقتصادي مطالعاتو پروژې تړون د کاناډا او افغانستان تر منځ لاسليک شو.
ياد تړون د افغانستان له لوري د ټولګټو وزير محمود بليغ او د کاناډا له لوري د "کاناډا ريل" نړيوالې کمپنۍ مشر پروتوش کمار له لوري لاسليک شو.
د ټولګټو وزير د تړون له لاسليک څخه مخکې وويل: "غواړو افغانستان د ترانزيټ پر څلورلارې بدل کړو او دا کار د مجهزې اوسپنې پټلې له درلودو پرته نه کېږي."
د وزير د معلوماتو له مخې، دا پروژه د مرکزي اسيا د اقتصادي همکاريو سازمان (CAREC) د درېيمې او شپږمې ګډې لارې برخه او همداراز د (چين، قيرغزستان، تاجکستان، ايران او افغانستان ) د پنځه اړخيزې رېل پټلۍ برخه ده.
بليغ د خپلو خبرو په دوام پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تورغونډۍ- هرات د اوسپنې پټلۍ د لاجورد لارې يوه بله برخه ده چې دا مسير افغانستان د ترکمنستان او اذربايجان له لارې له اروپا سره نښلوي.
د ټولګټو وزارت ياد چارواکي زياته کړه چې د دې لارې اټکليز واټن ٢٠٠ کيلومتره دی، د دې پټلۍ تخنيکي او اقتصادي مطالعات به شپږ مياشتې وخت واخلي او د دې پروژې ټولټال لګښت ١،٦٠٣٥٠٠ امريکايي ډالره دی چې اسيايي پراختيايي بانک له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د اوسپنې پټلۍ دا پروژه به د ترکمنستان او سيمې نورو ډېرو هېوادونو تر منځ ريلي ترانسپورټي اسانتياوې رامنځته کړي، د ترکمنستان رېل پټلۍ د هرات ولايت له لارې له ايران سره نښلي.
د دې تر څنګ، د اوسپنې دا پټلۍ سبب کېږي څو مسافر لېږدوونکي خدمتونه په اوږدمهال کې د ملي اړتياوو له مخې ترسره شي او سوداګرۍ د ترانسپورت او ترانزيت له لارې د هېواد په کچه د پام وړ پرمختګ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن