ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ښېوه کې چاودنې ۱۲ کسانو مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار په ښېوه کې چاودنې ۱۲ کسانو مرګ ژوبله اړولې

author avatar
4 Apr 2016 - 13:41
د ننګرهار په ښېوه کې چاودنې ۱۲ کسانو مرګ ژوبله اړولې
author avatar
4 Apr 2016 - 13:41

جلال اباد (پژواک، ۱۶ وری ۹۵): د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ د يوه سيمه ييز پوليس په دېره کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د ښېوې ولسوالۍ د سرجل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د والي وياند وايي: ((د يوه سيمه ييز پوليس په دېره کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې، دوه کسان په کې وژل شوي او١٠ نور ټپيان شوي دي.))

هغه د ياد سيمه ييز پوليس نوم ونه ښود خو يادونه يې وکړه چې د پېښې قربانيان ټول ملکي کسان دي او سيمه ييز پوليس په کې نشته.

د والي وياند وايي چې د پېښې ټپيان د ننګرهار روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د داډ وړ دی.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.