ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانۍ جدي رغونې ته اړتیا لري

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانۍ جدي رغونې ته اړتیا لري

author avatar
5 Apr 2016 - 14:57
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانۍ جدي رغونې ته اړتیا لري
author avatar
5 Apr 2016 - 14:57

غزني ښار (پژواک، ۱۷ وری ۹۵): د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ ړنګه پرته ده او مامورین یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د تلې مياشتې په ١٣مه په غزني ښار کې د ملي امنيت پر رياست چاودنه وشوه.

په دې چاودنه کې د ملي امنيت رياست تر څنګ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ هم ويجاړه شوه.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د چارواکو د بېغورۍ له امله په دوو کلونو کې د دغه رياست ودانۍ نه ده رغول شوې.

اکبري وايي: ((په دومره وخت کې باید څه ناڅه کار شوی وای، شاید اوس په دې رياست کې د عامه کتابتون زیات شمېر کتابونه هم ورک شوي او يا له منځه تللي وي او بله دا چې دې ورانې ودانۍ د ښار نقشه هم خرابه کړې ده.))

دغه راز په غزني کې ليکوال محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ د چارواکو د بېغورۍ له امله نه ده رغول شوې.

هغه وويل: ((د غزني د اطلاعاتو کلتور ريیس په خپله دنده کې نه وي، نو څنګه به کار وکړي.))

ده ټينګار وکړ چې غزني يو تاريخي ولايت دی، بايد د يادې ودانۍ تر څنګ په دغه ولايت کې ټولې ويجاړې دولتي ودانۍ ورغول شي.

د غزني د اطلاعاتو فرهنګ رياست کارکوونکي سید وحدت ابدالي پژواک ته وويل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره اوس هم د دغه رياست ودانۍ ويجاړه ده.

ده وويل چې د دغه رياست او په رياست کې د نورو دولتي ادارو ټول کارکوونکي ورځنۍ چارې په ړنګه ودانۍ کې پر مخ بیايي.

ابدالي زياته کړه: ((د عامه کتابتون ټول کتابونه همداسې په ځمکه پراته دي، هلته داسې کتابونه هم شته چې سلګونه کلونه پخوا لیکل شوي دي او تاريخي قدامت لري خو اوس د له منځه تلو په حال کې دي.))

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بسم الله شريفي پژواک ته وويل: ((څو ځلې مې دا موضوع له وزارت سره شريکه کړه هغوی راته ويل چې پیسې نه لرو خو سږ کال يې راسره د جوړولو کلکه وعده کړې نو وګورو چې څه کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.