ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې څه باندې دوه زره غير قانوني سيمکارتونه راټول شول

بدخشان کې څه باندې دوه زره غير قانوني سيمکارتونه راټول شول

author avatar
5 Apr 2016 - 15:14
بدخشان کې څه باندې دوه زره غير قانوني سيمکارتونه راټول شول
author avatar
5 Apr 2016 - 15:14

فيض اباد (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي، د مخابراتي شبکو څه باندې دوه زره سيمکارتونه يې راټول کړي چې په وينا يې دغه غير قانوني سيم کارتونه د کورنيو د ځورونې او امنيتي ګواښونو لپاره کارېدل.

د بدخشان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له څو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د نا راجستر شوو سيمکارتونو د را ټولولو کار پيل کړى چې تر اوسه يې د مخابراتي شبکو څه باندې ٢٤٠٠ نا ثبت شوي غير قانوني سيمکارتونه را ټول کړي دي.

پر دې سربېره د غير قانوني سيمکارتونو دوه پلورونکي هم نيول شوي او امنيتي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي چې د ضمانت له اخيستلو وروسته خوشي شوي دي.

د بدخشان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مشر غلام رباني حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيمکارتونه د مخابراتو وزارت د لارښوونې له مخې د بدخشان امنيتي ارګانونو په همکارۍ له کشم، بهارک او ارګو ولسواليو او فيض اباد ښار نه راټول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا سيم کارتونه د کورنيو د ځورونې، امنيتي ګواښونو او له افرادو د باج اخيستلو په موخه کارېږي چې له ګاونډيو ولايتونو بدخشان ته راوړل کېږي او په بازار کې پلورل کېږي.))

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) مشر نثاراحمد حيدري وويل چې دې ادارې ته هره ورځ د غير قانوني سيمکارتونو په اړه شکايتونه کېږي.

حيدري زياته کړه: ((موږ دا شکايت له امنيتي ارګانونو او په کابل کې د اترا له مرکزي ادارې سره شريکوو، څو د دې کسانو په نيولو کې اقدام وکړي، خو له بده مرغه چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نيول شوي.))

په بدخشان کې د اترا ادارې مشر وويل چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره هم ګڼ ناثبت شوي سيمکارتونه شته او په وردوج ولسوالۍ کې هم مخالفين له دا ډول سيمکارټونو ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څو ځکه د غير قانوني سيمکارتونو د جوړولو لپاره اقدام کړى، خو لا هم په مرکز او ولايتونو کې دا ډول سيمکارتونه د لاس پلورونکي لخوا په ازاد ډول پلورل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات پخوا ويلي وو چې په هېواد کې ٢٥ ميليونه فعال سيمکارتونه شته، خو اوس وايي دا سيمکارتونه پلورل شوي او يواځې ١٣ ميليونه يې فعال دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.