چاريکار(پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د پروان ولايت د جبل سراج سمنټ فابريکې د دويم ځل لپاره فعاليت پيل کړ چې په ٢٤ ساعتونو کې د سل ټنه سمنټو د توليد توان لري.
د پروان د والي وياند عبدالوحيد صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې فابريکه د کانونو او پټروليم وزارت د شاوخوا اويا ميليونه افغانۍ په پانګونې سره فعاليت پيل کړى دى.
هغه وويل چې اوسمهال په دې فابريکه کې ١٥٠ کسان کار کوي او د دې فابريکې د فعالېدو له لارې به په غير مستيم ډول شاوخوا پنځه زره کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.
د جبل سراج د سمنټو د توليد فابريکه په افغانستان کې د سمنټو د توليد لومړۍ فابريکه ده چې له ١٣٣٧ نه تر ١٣٥٧ کال پورې يې فعاليت او اقتصادي موثريت درلود، خو له دې نېټې وروسته د توليداتو له کمښت سره مخ شوه او اقتصادي موثريت يې هم پرېوت، بالاخره په ١٣٨٣ کال کې د برېښنا انرژي د کمښت په سبب له بشپړ رکود سره مخ شوې ده.
ولسمشر غني ويلي چې په افغانستان کې د سمنټو د توليد زياتوالى يې د دولت په لومړيتوبونو کې ځاى لري او بايد پانګه وال هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې پر جبل سراج سربېره د غوري سمنټو فابريکه هم په بغلان ولايت کې فعاله ده.
دا فابريکه له ١٣٤٠ کال راهيسې فعاله ده او اوسمهال يې د ٢٤ ساعته توليد ظرفيت ٤٠٠ ټنو ته رسېږي.
دا فابريکه له ١٣٨٦ کال راهيسې د ٤٩ کلونو لپاره خصوصي سکتور ته سپارل شوې چې سلګونه کارګر په کې کار کوي.
په هرات کې هم د سمنټو د توليد فابريکې د جوړولو قرار داد له يوه ايراني شرکت سره لاسليک شوى، خو دا فابريکه تر اوسه نه ده فعاله شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن