د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانۍ جدي رغونې ته اړتیا لري

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ودانۍ جدي رغونې ته اړتیا لري

Apr 05, 2016 - 14:57

غزني ښار (پژواک، ۱۷ وری ۹۵): د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ ړنګه پرته ده او مامورین یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د تلې مياشتې په ١٣مه په غزني ښار کې د ملي امنيت پر رياست چاودنه وشوه.

په دې چاودنه کې د ملي امنيت رياست تر څنګ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ هم ويجاړه شوه.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د چارواکو د بېغورۍ له امله په دوو کلونو کې د دغه رياست ودانۍ نه ده رغول شوې.

اکبري وايي: ((په دومره وخت کې باید څه ناڅه کار شوی وای، شاید اوس په دې رياست کې د عامه کتابتون زیات شمېر کتابونه هم ورک شوي او يا له منځه تللي وي او بله دا چې دې ورانې ودانۍ د ښار نقشه هم خرابه کړې ده.))

دغه راز په غزني کې ليکوال محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ د چارواکو د بېغورۍ له امله نه ده رغول شوې.

هغه وويل: ((د غزني د اطلاعاتو کلتور ريیس په خپله دنده کې نه وي، نو څنګه به کار وکړي.))

ده ټينګار وکړ چې غزني يو تاريخي ولايت دی، بايد د يادې ودانۍ تر څنګ په دغه ولايت کې ټولې ويجاړې دولتي ودانۍ ورغول شي.

د غزني د اطلاعاتو فرهنګ رياست کارکوونکي سید وحدت ابدالي پژواک ته وويل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره اوس هم د دغه رياست ودانۍ ويجاړه ده.

ده وويل چې د دغه رياست او په رياست کې د نورو دولتي ادارو ټول کارکوونکي ورځنۍ چارې په ړنګه ودانۍ کې پر مخ بیايي.

ابدالي زياته کړه: ((د عامه کتابتون ټول کتابونه همداسې په ځمکه پراته دي، هلته داسې کتابونه هم شته چې سلګونه کلونه پخوا لیکل شوي دي او تاريخي قدامت لري خو اوس د له منځه تلو په حال کې دي.))

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بسم الله شريفي پژواک ته وويل: ((څو ځلې مې دا موضوع له وزارت سره شريکه کړه هغوی راته ويل چې پیسې نه لرو خو سږ کال يې راسره د جوړولو کلکه وعده کړې نو وګورو چې څه کېږي.))

شريفي په دغه رياست کې د عامه کتابتون د کتابونو په اړه وويل: ((اوسمهال مو کتابونه يو خوندي ځاى ته وړي دي، خو يو شمېر کتابونه د بريد پر مهال له منځه تللي دي.))

ياد بريد چې د يو موټربم په وسيله ترسره شوى و، په ترڅ کې يې د غزني تر لسو ډېرې دولتي ودانۍ ويجاړې شوې.

ډېری ودانۍ يې رغول شوې دي خو يوازې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ يې نه ده رغول شوې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ودانۍ کې عامه کتابون، د ځوانانو مديريت او د ملي راډيو تلويزيون ادارې هم شتون لري.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement