کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، څو د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستوي او د ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه مساعده کړي.
ټاکنيز اصلاحات د اوسني حکومت د تشکيل لپاره د ولسمشر اشرف غني او اجرايي مشر تر منځ د سياسي هوکړې يوه برخه ده.
ولسمشر په دې اړه ملي شورا ته يو فرمان واستاوو، خو د شورا له خوا رد شو. ولسمشر اوسمهال يو بل فرمان صادر کړى دى.
د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېنشرانو د غوراوي کمېټې جوړېدل هم د دغه فرمان يوه برخه ده، په داسې حال کې چې د قانون له مخې د يادو کمېسيونونو کمېشنران د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د اوسنيو کمېشنرانو کار په ١٣٩٨ کال کې پاى ته رسېږي.
د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش تېره ورځ وويل، ټاکل شوې چې د غوراوي کمېټه ډېر ژر خپل کار پيل کړي او د ټاکنيزو اصلاحاتو د عملي کېدو په صورت کې حکومت په روان کال کې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالى لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون د ٧٩ مې مادې پر بنسټ، تقنيني فرمانونه د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي.
تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي او كه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.
د ملي شورا ژمنۍ رخصتي د تېر کال د کب په ١٦مه نېټه پاى ته ورسېدې، خو تر اوسه لا يادې جرګې ته دويم فرمان نه دى استول شوى.
د مشرانو جرګې غړي ګل احمد د جرګې په نننۍ عمومۍ ناسته کې وويل: ((وخت کم دى، د غوراوي کمېټې دويم تقنيني فرمان دې ډېر ژر ملي شورا ته واستول شي، څو ټاکنيز اصلاحات پلي شي، له اصلاحاتو پرته به ستونزې زياتې شي.))
د دې جرګې بل غړي محمدعلم ايزديار ملي شورا ته د ياد فرمان د استولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د حکومت له مشرانو وغوښتل چې له خپلو ژمنو سره سم د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته د روان کال په اوړي او يا مني کې زمينه مساعده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د روان کال د تلې په ٢٤مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره اعلان کړې، خو دې کمېسيون ويلي چې حکومت تر اوسه د ټاکنو لپاره اړين تدابير نه دي نيولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن