لښکرګاه(پژواک، ۱۷وری۹۵) د هلمند چارواکي وايي چې په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې سيلابونو خلکو ته ډير مالي زيانونه اړولي او د يو شمېر کسانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.
د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري د وري په ١٧مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د دې ولسوالۍ په سربند سيمه کې سيلابونو ٥٠ کورونه، په درويشانو سيمه کې څلور ماشومان، او په لکي سيمه کې يې ٣٠مسافر کلابند کړي دي.
دده په وينا، که ماشومان ژر د الوتکو په وسيله ونه ژغورل شي د سيلابونو اندازه ډيريږي او ياد ماشومان چې عمرونه يې تر لسو کلونو کم دي خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
دده په وينا، دغه راز د سربند په سيمه کې پنځوس کورنۍ هم د اوبو په منځ کې ګير دي چې شاوخوا يې سلګونه جريبه ځمکه اوبو لاندې کړې او هغوی هم نه شي کولی چې ځانونه وباسي.
د ولسوال په خبره، چې په لکي سيمه کې د ۳۰ په شاوخواکې مسافر هم د اوبو په منځ کې بند پاتې دي چې د خلاصون لپاره بايد هلې ځلې وشي.
هغه وايي چې د ګرمسېر ولسوالۍ لوی کانال د سيلابونو له امله د ويجاړېدو په حال کې دى که يې مخه ونه نيول شي نو په راتلوونکي کې به دوه سوه زره جريبه ځمکه له خړوبېدو څخه پاتې شي.
داحمد په نوم دګرمسېر يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د هلمند او د کندهار د ارغندب سيندونو د اوبو لار په دې ولسوالۍ ده.
ده وويل: ((دواړه سيندونه په دې ولسوالۍ کې بهيږي، چې له امله يې په دې ولسوالې کې اوبه هم ډير شوې دي.))
نوموړي زياته کړه چې سيلابونو په دې ولسوالۍ کې تر اوسه خلکو ته مالي زيانونه اړولي که يې مخه ونه نيول شي نو ځاني زيانونه به هم واوړي.
د نادعلي ولسوالۍ پخواني ولسوال او د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي ملامحمد قاسم پژواک ته وويل چې د سيلابونو له امله په سنګين ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او سلګونه جريبه ځمکه هم اوبو وړې ده.
هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې سيلابونو تر اوسه خلکو ته ځاني زيانونه نه دي اړولي خو که له خلکو سره مرستې ونه شي نو ډير تلفات به رامنځته شي.
هغه زياته کړه: (( اوس هم په ځينو سيمو کې خلک د اوبو په منځ کې ګير پاتې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن