کندهار (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): چارواکي وايي، په کندهار کې ٧٠ سلنه ځمکه له ماينونو پاکه شوې، خو لا هم ډېر کار او وخت ته اړتيا ده، چې د دې ولايت ګڼې سيمې له ماينونو پاکې او خلکو ته د ډاډمن ژوند شرايط برابر شي.
بل خوا ولايتي چارواکي پر وسله والو غږ کوي، چې لارو او ځمکو کې دې ماينونه نه ږدي او په دې توګه دې د انسانانو د ژوند خونديتوب ته پام وکړي.
دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې، چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشرۍ د ماين د خطر په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ماين پاکۍ اړوند د UNMACA ، ،DAFA HI،MCPA ،MDC ، SDA اوHT موسسو استازو او ګڼ شمېر ماين پاکانو برخه اخيستې وه.
په سوېل کې د ملګرو ملتونو اړوند د ماين پاکۍ د عملياتو د مرکز سيمه ييز مشر عبدالسميع وويل، د ماين پاکۍ د بېلابېلو موسسو د پر له پسې زيار او کار په پايله کې په کندهار کې ٧٠ سلنه ځمکه له ماينونو پاکه شوې ده.
خو هغه زياته کړه، لا هم ډېر کار او وخت ته اړتيا ده چې ټوله ځمکه له ماينونو پاکه شي او د خلکو ژوند خوندي شي.
نوموړي ماينونه د خلکو د ژوند لپاره لوى ګواښ وګاڼه او ويې ويل، په دې ولايت کې د عامو وګړو ډېره مرګ ژوبله د ماينونو له امله ده.
هغه دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د ماين پاکانو د ښې روزنې او تجهيز په پايله کې د کار پر مهال هغوى ته د ځاني زيان اوښتو کچه ټيټه شوې ده.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم وويل، ماينونه د خلکو د ژوند پر وړاندې لوى ګواښ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن