کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): دولسمشر د فرمان له مخې، د ميدان وردګو اوسنى والي حيات الله حيات د هلمند د والي په توګه ټاکل شوى دى.
د ولسمشر په دې فرمان کې چې د وري په ١٧مه خپور شوى، راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز د حيات الله حيات تبديلي د هلمند د والي په توګه په مافوق رتبه بست کې منظوروي.
تردې وړاندې د هلمند د ولايت چارې ميرزاخان رحيمي پرمخ وړې. نوموړى د تېر کال د غبرګولي په ١٤مه، د دې ولايت خلکو ته د والي په توګه ورپېژندل شوى و.
د هلمند نوي والي حيات الله حيات، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې دى د هلمند د والي په توګه ګومارل شوى دى.
ده زياته کړه، انتظار باسي ترڅو د ميدان وردګو لپاره نوى والي وټاکل شي او د ولايت چارې ور وسپاري.
خو د ميدان وردګو نوى والي لا تراوسه پورې نه دى ټاکل شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن