ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت اووه مهم کارکوونکي د فساد په تور نيول شوي

د پوهنې وزارت اووه مهم کارکوونکي د فساد په تور نيول شوي

author avatar
7 Apr 2016 - 14:59
د پوهنې وزارت اووه مهم کارکوونکي د فساد په تور نيول شوي
author avatar
7 Apr 2016 - 14:59

کابل (پژواک،١٩ ورى ٩٥): پوليسو د پوهنې وزارت اووه کا کوونکي د دغه وزارت د دوو ليليو جوړولو په پروژه کې د ٢٦ ميليونو افغانيو د اختلاس په تور نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت له لويو جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال عبدالغيور اندرابي نن په يوه خبري غونډه کې په کابل کې وويل چې ترلاسه شوي اطلاعات او اسناد ښيي چې د دوو ليليو (د نجونو او هلکان) د جوړولو په تړون کې  چې د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د معارف تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت مربوط دي، په ١٣٩٢کال کې لږ تر لږه ٢٦ ميليونه افغانۍ اختلاس شوى دى.

اندرابي وويل چې  يادې دواړه ودانۍ، د  ودانۍ، نقشې، بشپړېدو نېټه او د پراختيايي پلان په پام کې نيولو له اړخه يو شان وې؛ خو د يوې ودانۍ تړون په  ٤٥ ميليونه افغانيو او د بلې په ٧١ ميليونه افغانيو ترسره شوى دى.

د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو وزارت پر دې موضوع  له تېرې يوې مياشتې راهيسې کار کوي څو د ٢٦ ميليونو افغانيو توپير په ګوته کړي.

اندرابي زياته کړه: "د اسنادو له تفتيش څخه وروسته پرون د موظف څارنوال تر نظر لاندې دې پايلې ته ورسېدو چې يو شمېر کسان د دې قضيې په تړاو تورن پېژندل کېږي."

د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې مشر زياته کړه چې د پوليسو له لوري تر اوسه اووه کسان د قضيې په تړاو نيول شوي خو نور کسان هم د دې قضيې په تړاو تورن پېژندل شوي چې ځيني تښتېدلي او پاتې نور په حکومتي ارګانونو کې دندې ترسره کوي، چې ډېر ژر به ونيول شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تخنيکي او مسلکي معينيت د اې اېس ډي پي (ASDP) ادارې د انجينري ديپارتمنت مسوول انجينر پروېز سروري، د ياد معينيت د انجينري معينيت غړى انجينرمحمد ظريف، د اې اېس ډي پي په پروژه کې د تدارکاتو متخصص شاهپور، د يادې پروژې د تدارکاتو امر محمد اجمل، د دغه معينيت د مسلکي ښوونکو د روزنې مشر انجينر عبدالحق راشدي، د ياد معينيت د مالي او محاسبې مدير انجينر عبدالحميد وهاب او د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي معينيت د انجينري رياست د پلان مدير انجينر محمداصف د يادو اوو نيول شوو کسانو په ډله کې دي.

همداراز د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن خبري غونډه کې وويل چې د "افغانستان برېښنا شرکت" درې کارکوونکي هم له خلکو په چلوټه او بېلابېلو پلمو د پيسو اخيستو په تړاو نيول شوي دي.

نوموړي وويل چې ياد کسان د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې، د موظف څارنوال په شتون کې  د ٢١٠٠ افغانيو بډو د ترلاسه کولو پر مهال ونيول شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.