ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

هلمند کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

author avatar
8 Apr 2016 - 10:56
هلمند کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
author avatar
8 Apr 2016 - 10:56

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ وری ۹۵): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د پنځو ولايتونو د فوټبال لوبډلو تر منځ لس ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د دغه ولايت د لوبو امر غلام غوث داوري وايي چې دغه لوبې د سولې او د قومونو د يووالي په موخه په لاره اچول شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې د کندهار، زابل، نيمروز او فراه ولايتونو يوې يوې او د هلمند دوو لوبډلو ګډون کړى دى.

داوري وايي، هره لوبډله چې ګټوونکي او که بايلونکې وي، خپلو ولايتونو ته به له ځان سره د سولې او د قومونو د نږدې والي پيغام وړي.

د هغه پر وينا، د لوبو پيل تېر ماښام د کرزي په لوبغالي کې وشو، خو د ولايتونو لوبډلې نن لښکرګاه ته رسېږي او په رسمي ډول به نن لوبې پيل شي.

ده وويل چې د دې لوبو لګښت يوه ملي سوداګر هارون پوپل پر غاړه اخيستی، د نورو ولایتونو لوبډلو ته ترانسپورت، د اوسېدو ځای او نور امکانات برابروي.

د هارون پوپل يوه استازي فرهاد داوري پژواک ته وويل، له دې مرستې يې هدف يوازې د ځوانانو تشويق، له نشه يي توکو او جنګ څخه د مخنيوى دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.