کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): هيله ده چې د روانې مياشتې په اوږدو کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزو خبرو د لړۍ بله غونډه جوړه شي.
دغه څرګندونې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز پرون په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او سفير ډاکټر عمر زاخېلوال هم ګډون کړى و.
د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين په ګډون څلور اړخيزو غونډو لړۍ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې روانې وې او تېره مياشت د کابل په وروستۍ څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې کېږي.
خو دا ځکه تر اوسه ځنډېدلې چې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار او پر جګړې يې ټينګار وکړ.
سرتاج عزيز ويلي چې د سولې د پروسې د ځندېدلې پروسې د بيا پيل په موخه امکان لري چې د څلور اړخيزو غونډو د لړۍ بله غونډه د روانې مياشتې په اوږدو کې ترسره شي.
هغه زياته کړې چې پاکستان به د افغان سولې په اړه خپل مثبت رول ترسره کولو ته ادامه ورکوي.
نوموړي يو ځل بيا د سولې د خبرو لپاره له مهالوېش او شرطونو سره مخالفت څرګند کړ.
سرتاج عزيز وايي، کله چې د سولې روانه پروسه دوامداره وساتله شي، نو کېداى شي مثبتې لاسته راوړنې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن