لښکرګاه (پژواک،۲۱وری۹۵): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دې ولايت د پوليسو له تشکيل څخه اته سوه کسان کم شوي چې تر دې وروسته به دوى له لاسه وتلې سيمې بېرته ونه شي نيولى.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د وري په ٢١مه په لښکرګاه ښار کې خبريالانو ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت په تېرو دوو مياشتو کې په دې ولايت کې د پوليسو له تشکيل څخه اته سوه کسان کم کړي دي.
هغه زياته کړه چې د ناومېش، دېشو او باغران ولسواليو په ګډون په دې ولايت کې د ټولو موسسو لپاره د پوليسو تشکيل هم لغوه شوى دى.
د هغه په وينا، په هلمند کې د پوليسو تشکيل بايد کم نه شي، ځکه چې پوليس له وسله والو مخالفينو سره په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي.
سرجنګ وايي: ((دغه تشکيل وروسته له هغه وزارت کم کړى چې د ځينو کسانو په وينا، په دې ولايت کې خيالي پوليس شتون لري.))
ده وويل چې په اوسني تشکيل سره کولى شي امنيت تامين کړي، خو د لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره کافي پوليسو او تجهيزاتو ته اړتيا ده.
د هغه په خبره، په دې ولايت کې ناامني، د نشه يي توکو کښت او قاچاق، د کانونو شتون او نورو ستونزو ته په کتو سره بايد په دې ولايت کې د پوليسو تشکيل نه واى کم شوى .
خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې د پوليسو د ليکو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.
هغه وويل چې په هلمند کې د پوليسو له تشکيل څخه پوليس نه دي کم شوي يواځې د امنيتي پوليسو له تشکيل څخه ٦٠٠ سوه کسان د عامه ساتنې تشکيل ته ورکړل شوي دي.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان وويل چې په خانشين او سنګين ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي او په مارجې ولسوالۍ کې د عملياتو د ترسره کېدو پلان جوړ شوى دى.
په هلمند کې دا مهال شاوخوا ٧٧٠٠ پوليس د امنيت په ټينګښت بوخت دي.
دا مهال د دې ولايت دېشو، باغران، نوزاد او موسى کلا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن