ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني د امريکا له استازي سره پر امنيتي همکاريو او سولې پروسې خبرې وکړې

غني د امريکا له استازي سره پر امنيتي همکاريو او سولې پروسې خبرې وکړې

author avatar
9 Apr 2016 - 16:20
غني د امريکا له استازي سره پر امنيتي همکاريو او سولې پروسې خبرې وکړې
author avatar
9 Apr 2016 - 16:20

 کابل(پژواک، ٢١ ورى ٩٥): ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې وويل چې حکومت به خپلې اجرايي لاسته راړونې او پلانونه په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له خپلو نړيوالو شريکانو سره شريکې کړي.

ولسمشر اشرف غني، نن له غرمې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ريجارد اولسن سره په ارګ کې وليدل.

د ارګ له مطبوعاتي دفتر نه د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخيزه کمېسيونونو د چمتو والي، سيمه ييزو موضوعاتو، د امنيتي همکاريو پر څرنګوالي، د سولې پروسې او د وارسا او بروکسل پر ناستو خبرې وکړې.

د هېواد ولسمشر له افغانستان سره د هغه هېواد د شتون، همکاريو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د پوځي مرستو او په وارسا او بروکسل ناستو کې  د نړيوالو اقتصادي او پوځي همکاريو د جلب په برخه کې د نړيوالې ټولنې د پام را اړولو لپاره له هڅو مننه وکړه.

 هغه ټينګار وکړ چې افغان حکومت به ددې ترڅنګ چې د حکومت پلانونه او پروګرامونه د وارسا او بروکسل په ناستو کې مطرح کړي، د حکومت اجرايي لاسته راوړنې به هم له نړيوالو شريکانو سره شريکې کړي.

ټاکل شوې چې  د افغانستان په اړه د ناټو(وارسا) او بروکسل د مشرانو غونډې د روان کال په وروستيو کې تر سره شي.

د ويلو ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم کابل ته راغلى او ټاکل شوې چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د حکومت له اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره وګوري او په بېلابېلو مسايلو په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو پر اړيکو به خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.