ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ١٧ کسان د انسان تښتوونکو له منګلو خوشې شول

هرات کې ١٧ کسان د انسان تښتوونکو له منګلو خوشې شول

author avatar
9 Apr 2016 - 16:06
هرات کې ١٧ کسان د انسان تښتوونکو له منګلو خوشې شول
author avatar
9 Apr 2016 - 16:06

 هرات ښار(پژواک،٢١ورى ٩٥ ): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو بريد کې دوه تنه  وژل شوي، شپږ نور ټپيان   دي او همداراز ددې ولايت ١٧ اوسېدونکي د انسان تښتوونکو له منګلو را خوشې شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ شپږ اوسېدونکي چې د وسله والو بريد له امله  دې ولسوالۍ کې ژوبل شوي وو، د هرات حوزوي روغتون ته ولېږدول شول.

د شيرزي په وينا، ټپيانو کې يوه ٥٥ کلنه ښځه او پنځه نور يې له ١٨- ٢٥ کلونو پورې ځوانان دي چې اوسمهال دې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو شينډنډ ولسوالۍ کې  پر يوې کورنۍ بريد وکړ چې په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

 احمدي زياته کړه چې وژل شوو کسانو کې د دولت د وسله والو مخالفينو د يوه سرګروپ پلار سليمان  او د دوى نږدې خپل  عبدالله د وسله والو  بريد کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې دا بريد د وسله والو د خپلمنځي نښتې له امله په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوى دى.

احمدي وويل چې تر اوسه جوته نه ده چې وژل شوي کسان د طالبانو د نامتو قوماندان ملا ننګيالي او  که د ملا صمد اړوند وو.

 هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې تېره ورځ د هرات ١٧ اوسېدونکي د تفريح لپاره د زنده جان ولسوالۍ "رباط پى" سيمه ته تللي وو چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وتښتول شول.

احمدي زياته کړه، کله چې پوليس د يادو ١٧ کسانو له تښتولو خبر شول، امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او له ناپېژاندو وسله والو سره له نيم ساعت نښتې وروسته يې  ياد شمېر برمته کسان را خوشې کړل.

 د نوموړي په وينا، دې نښته کې تښتول شوو کسانو ته هېڅ زيان وانه وښت  او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ماين پاکۍ موسسې ١٥ کارکوونکي د ناپېژاندنو کسانو له لوري هرات ولايت کې وتښتول شول چې بېرته خوشې شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.