ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټپي ماشوم: مرسته وکړئ چې جوړ شم او ښوونځي ته لاړ شم

ټپي ماشوم: مرسته وکړئ چې جوړ شم او ښوونځي ته لاړ شم

author avatar
9 Apr 2016 - 15:18
ټپي ماشوم: مرسته وکړئ چې جوړ شم او ښوونځي ته لاړ شم
author avatar
9 Apr 2016 - 15:18

سرپل(پژواک، ٢١ ورى ٩٥): ١٤ کلن خال محمد د شل افغانيو په بدل کې په بې خبرۍ سره ماين لېږداوه چې په کې سخت ژوبل شو. نوموړى اوسمهال په بستر کې تر درملنه لاندې دى، په داسې حال کې چې له ښوونځي نه د پاتې کېدو په اړه سخت اندېښمن دى، د درملنې لپاره اړين امکانات نه لري.

دا چاودنه  شاوخوا دوه مياشتې وړاندې رامنځته شوه، خو خال محمد لا هم د سر او پښو په برخه کې له سختو ټپونو په لاره نه شي تللى، په دواړو پښو کې يې سيخونه تېر شوي او د خپل کور په يوه خټين خونه کې اوسيږي.

دا چاودنه چې په لاس کراچۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله تېر کال  د سلواغې په اتلسمه په سرپل ښار کې د عزيزي بانګ څانکې مخکې رامنځته شوه، د خال محمد پر ټپي کېدو سربېره په کې د وکيل خان په نوم يو قوماندان((د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ولسي پاڅون کوونکى)) ووژل شو او درې ساتونکي يې ژوبل شول.

ددې چاودنې مسووليت هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 خال محمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د سلواغې په اتلسمه د خپلې لاسي کراچۍ په وسيله کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه په سرپل ښار کې روان و، د خلکو مالونه يې لېږدول، يوه کس ورته وويل:((يو کارتن د چرګانو هګۍ راسره دي، تر عزيزي بانک پورې يې يوسه، زه له شا درپسې  درځم.))

د خال محمد په خبره،  په دې نه پوهېده چې په دې کارتن کې ماين ځاى پر ځاى شوى، د شلو افغانيو په بدل کې ورسره روان شوم.

 نوموړي وويل چې کارتن يې ياد شوي بانک ته نږد کړ، د کارتن د څښتن په انتظار و چې په دې وخت کې په کارتن کې  ځاى پر ځاى شوي مواد وچاودېدل.

نوموړى چې سخت ناتوانه ښکارېده، زياته يې کړه:((نور نه يم پوهېدلى چې څه وشول؟ درې ورځې وروسته چې په هوښ راغلم، راته يې وويل چې د مزار شريف په روغتون کې يم، پښې او سر مې پلستر وو.))

 د خال محمد ٧١ کلن پلار عبدالقيوم چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، د خپل زوى د راتلونکي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل:((زموږ ټولې هيلې په همدې خال محمدجان پورې تړلې وې، دا مسلماني ده چې له دې ماشوم څخه يې کار واخيست؟ ما نه وکيل خان پېژانده او نه هم هغه کس چې زما په حق کې يې دا کار وکړ... اوس څه وکړم؟))

 هغه زياته کړه چې ددې ولايت د صياد ولسوالۍ د دره بند کلي اصلي اوسېدونکى دى، خو شاوخوا درې کاله وړاندې د نا امنۍ په سبب له دې ولسوالۍ راوتلي او د سرپل ښار په خطيب اباد سيمه کې يې د دوو کوټو لرونکې حويلۍ کرايه کړې ده.

د هغه په خبره، خپل کلى کور يې د جګړې او نا امنيو له امله  پرېښى، خو له دې ناخبره و چې په دې ښار کې به يې ځوان زوى له داسې برخليک سره مخ کېږي.

عبدالقيوم وويل چې خال محمد د اته کسيزې کورنۍ يواځنى ډوډۍ پيدا کوونکى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.