ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ماين او ګازډبې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې د ماين او ګازډبې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
10 Apr 2016 - 12:12
ننګرهار کې د ماين او ګازډبې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
10 Apr 2016 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۹۵): د ننګرهار د خوږياڼو په ولسوالۍ کې د ماين او ګازډبې چاودنو يو ماشوم وژلی او شپږ کسان یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼۍ د وري په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار اته بجې د خوږياڼو د وزيرو په ډنډراغه سيمه کې د ملکي کسانو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د والي وياند زياتوي چې په دې چاودنه کې دوه مېرمنې ټپيانې شوې، خو نورو کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

د سيمې يوه اوسېدونکي سباوون پژواک اژانس ته وويل چې په کرولا موټر کې دوه نور کسان هم سپاره وو خو هغوی ته زيان نه دی اوښتی.

هغه وايي چې په ياده سيمه کې وسله والې ډلې او دوښمنداران يو بل ته په لاره ماينونه خښوي او کله ناکله پر ملکي کسانو چاودنه کوي.

د يوه بل خبر له مخې، د والي وياند وايي چې د خوږياڼو په لوخۍ سيمه کې پر يوه ماشوم د ماين چاودنه شوې چې له امله يې وژل شوی دی.

هغه وايي: ((ماين په څر ځای کې ځای پر ځای شوی و چې تېر ورځ ناوخته پرې یو ماشوم برابر شوی او چاودنه يې پرې کړې ده. دې پېښه کې ماشوم او يوه غوا وژل شوي دي.))

بلخوا د خوږياڼو د کږې روغتون يوه نوکريوال ډاکټر د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه د وزيرو په سيمه کې په يوه کور کې ګازډبې چاودنه کړې او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.

سرچينه وايي چې د پېښې ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي او د دوو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله سهار پژواک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې يوه مېرمن يو ماشوم او دوه سړي شامل دي.

د ننګرهار ولايتي ادارې په دې تړاو بې خبري ښودلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.