لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): د کابل پوليس وايي چې تېره شپه پر کابل ښار يو راکټ توغول شوى چې مرګ ژوبله نه لري.
د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا راکټ تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل ښار اتمې ناحيې اړوند له یوې غير استوګنيزې سيمې توغول شوى دى.
هغه زياته کړه چې راکټ د پل باغ عمومي په ساحه کې لګېدلى چې مرګ ژوبله او زيانونه نه لري او په دې اړه څېړنې روانې دي.
تر اوسه پورې د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د کابل ښار په يوه مرکزې برخه کې دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له پرون سهار راهيسې د شپې تر ناوخته پورې کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د راتګ لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن