ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځ کې د تعرضي ستراتيژۍ لپاره ريزرف قطعات جوړېږي

په ختيځ کې د تعرضي ستراتيژۍ لپاره ريزرف قطعات جوړېږي

author avatar
10 Apr 2016 - 13:40
په ختيځ کې د تعرضي ستراتيژۍ لپاره ريزرف قطعات جوړېږي
author avatar
10 Apr 2016 - 13:40

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۹۵): په ختيځ زون کې د عامه نظم پوليسو قوماندان وايي چې له دفاعي حالته د وتلو په موخه پر وسله والو د تعرضي ستراتيژۍ لپاره ريزرف قطعات جوړوي.

مل پاسوال نصيراحمد ساپي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې روان کال خپل سرتېري ارزوي او ريزرف قطعات رامنځته کوي.

ساپي وويل: ((موږ دفاعي حالت کې يو، غواړو دې ستراتيژۍ ته بدلون ورکړو. په کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان کې ريزرف قطعې جوړوم څو له ګډو سرتېرو سره تعرضي حالت رامنځته کړو.))

د نوموړي په وينا، په دې تړاو يې خپله تګلاره تېره اوونۍ له مرکزي ادارو سره شريکه کړې او د هدايت په تمه دی چې لاس په کار شي.

هغه د خپلې پوځي جوړې کړې تګلارې جزيات افشا نه کړل، خو يادونه يې وکړه چې غواړي په پوستو کې يې د شته سرتېرو تر څنګ متحرک ځواک په عملياتو بوخت وي.

د عامه نظم پولیسو قوماندان يادونه وکړه چې تېر کال د کونړ د چپې درې او شرقي نورستان پر لاره د پوليسو د پوستو د اچوولو له امله وکړاى شول د لارې امنيت خوندي کړي.

نصيراحمد ساپی زياتوي: ((موږ غواړو چې اوس د غربي نورستان د لارې د امنيت په تړاو هم دغسې تګلاره ولرو، د لغمان د الينګار له لارې به د نورستان تر نورګرام ولسوالۍ پورې پوستې واچوو څو لاره يې امن شي.))

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يې پلټنې او تلاشۍ ډېر کړي؛ څو د ښار وضعيت ډاډمن شي.

نوموړی تاييدوي چې راتلونکی اوړی به جګړې او نښتې وي خو د ده په ټکو وسله وال به ونه توانېږي چې سيمې، ولسوالۍ او د پوليسو پوستې ونيسي، ځکه دوى پوره چمتوالى لري.

نوموړي په دې مرکه کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې پر خپلو سرتېرو باور ولري او د امنيت به برخه کې ورسره همکاري ډېره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.