ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې لسګونه هټۍ ونړول شوې

غزني ښار کې لسګونه هټۍ ونړول شوې

author avatar
11 Apr 2016 - 18:10
غزني ښار کې لسګونه هټۍ ونړول شوې
author avatar
11 Apr 2016 - 18:10

غزني ښار(پژواک، ۲۳ وری ۹۵):په غزني ښار کې په دولتي ځمکو لسګونه خپلسرې جوړ شوې هټۍ ونړول شوې.

د يادو هټيو د نړولو پرمهال د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر کسانو په خپلسر په دولتي ځمکو کې هټۍ جوړې کړې دي.

عابد وويل: (( په دې اړه له څو ادارو پلاوى ټاکل شوى ترڅو ټولې هغه هټۍ له منځه لاړې شي چې په خپلسر يې په دولتي ځمکو کې هټۍ جوړې کړې دي چې نن مو رسما دغه پروسه پيل کړه.))

ده وويل چې په لومړۍ ورځ يې٣٠ هټۍ نړولې دي خو دغه پروسه به راتلوونکو ورځو کې هم روانه وي.

خو يوتن هټۍ وال محمد حنيف پژواک ته وويل: (( موږ دغه ځمکه په زور نه ده نيولې  ښاروالۍ موږ ته په قرارداد را کړې.))

دغه راز عابد وويل چې يو شمېر زورواکو په غزني کې ١٤١زره جريبه ځمکه نيولې چې د بېرته راګرځولو لپاره يې کمېسيون ټاکل شوى دى.

عابد د چا نوم له يادولو پرته وويل : (( کومو کسانو چې دا ځمکې لاندې کړې دي اوس مهال په نظام کې دي او غټې څوکۍ لري خو دا وخت ته اړتيا لري چې دغه ځمکې ترې وګرځوو.))

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو١٤کلونو کې په ټول هېواد کې نږدې دوه ميليونه جريبه ځمکه د دولتي چارواکو او عامو خلکو له لوري غصب شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.