ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې سوالګر ماشومان ډېر شوي

په کندهار کې سوالګر ماشومان ډېر شوي

author avatar
11 Apr 2016 - 18:37
په کندهار کې سوالګر ماشومان ډېر شوي
author avatar
11 Apr 2016 - 18:37

کندهار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): په کندهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ډېر شوى، چې لامل يې د هېواد په کچه وروستۍ بېکاري او اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي.

چارواکي وايي، که څه هم په دې اړه سروې نه ده شوې، چې په دې ولايت کې د سوالګرو ماشومانو کره شمېره په ډاګه شي، خو شمېره يې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د کندهار ښار په واټونو او بازارونو کې ډلې ډلې ماشومان ليدل کېږي، چې په موټرو کې ناستو خلکو او لارويانو ته يې د سوال لاسونه اوږده کړي وي.

محمد نعيم يوولس کلن ماشوم دى، هغه تازه په سوال کولو شروع کړې ده او کرۍ ورځ د ښار پر واټونو په سوال کولو تېروي.

دغه ماشوم چې خيرنې جامې يې پر تن وې او لوڅې پښې يې تر يوه او بل موټره د سوال لپاره منډې وهلې، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پلار مې يو کال مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوى، تر يو څه وخته مو ګوزاره وکړه، خو اخر زه او مور دواړه سوال کولو ته مجبور شو.))

دى زياتوي، کله چې يې پلار ژوندى و، نو سوال يې پېژانده هم نه، خو کله چې يې له سره د پلار سيورى ليرې شو، نو هرې بدمرغۍ ورته را مخه کړه.

د ده په خبره، دوه کاله مخکې تازه په ښوونځي کې شامل شوى و، پلار به يې روزانه مزدوري کوله او دوى به يې ساتل، خو دا هر څه د لنډ وخت لپاره و، ځکه يوه ورځ داسې هم راغله چې پلار په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړى وايي، د پلار تر مرګ وروسته يې تر يو وخته د خپل اکا په کور کې په ډېرې سختۍ ژوند کاوه، خو بالاخره يې اکا ځواب ورکړ او له کوره يې وشړل.

دى وايي، له خپلې مور او دوو خويندو سره د ښار په يوه خرابه کور کې ژوند کوي او په خپله ټوله ورځ د ښار پر واټونو سوال کوي، چې تر ماښامه پنځوس يا شپېته افغانۍ پيدا کوي او ډوډۍ پرې اخلي.

دغه ماشوم وايي، مور يې د پرديو کورونو جامې مينځي، خو کله چې دا کار نه وي، نو هغه هم له ده سره يو ځاى سوال کوي.

دى زياتوي، پوهېږي چې سوال کول ښه کار نه دى او بل ډېرى خلک هم د سوال کولو پر مهال سپکې خبرې ورته کوي، خو مجبور دى او بله لار نه لري.

نعمت الله يو بل نهه کلن ماشوم دى، چې له خپلې وړې خور سره يو ځاى د کندهار ښار په عينو مېنه کې سوال کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.