ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې پنځه مخکښ کسان وستايل

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې پنځه مخکښ کسان وستايل

author avatar
12 Apr 2016 - 18:59
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې پنځه مخکښ کسان وستايل
author avatar
12 Apr 2016 - 18:59

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزيرې، د ١٣٩٥ لمريز کال لپاره د کانکور ازموينې له لومړي تر پنځم نومره پورې بريالي زده کوونکي وستايل او ويې ويل، چې يادو پنځو کسانو ته به له هېواده بهر د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، فرامرز رحيمي د ٣٤٠ نومرو په ترلاسه کولو لومړى مقام، احمد فواد د ٣٣٩ نومرو په ترلاسه کولو دويم مقام، جمشېد د ٣٣٨ نومرو په ترلاسه کولو درېيم مقام، ميرحمزه محمد د ٣٣٧،٨٣ نومرو په ترلاسه کولو څلورم مقام او محمد فريد عالمي د ٣٣٧،٨٠ نومرو په ترلاسه کولو سره د کانکور ازموينې په کچه پنځم مقام خپل کړى دى.

 فرامرز په هرات کې د هېواد له خصوصي ليسې، فواد د کابل له استقلال لېسې، جمشېد د کابل د حاجي عبدالقدير ليسې، مير حمزه د هرات له سلطان غياث الدين ليسې او محمد فريد د کابل له اميد خصوصي ليسې څخه فارغ شوى دى.

 د کانکور ازموينې يادو پنځو مخکښو ګډونوالو ته نن په هغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ترسره شول؛ ستاينليکونه او د ګلانو ګېډۍ ورکړل شوې.

 د لوړو زده کړو وزيرې فريده مومند په يادو مراسمو کې وويل، د لوړو زده کړو وزارت حاضر دى چې ياد پنځه کسان د لوړو زده کړو په موخه له هېواد بهر ولېږي.

نوموړې د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې وويل، چې يادو پنځه کسانو په رڼو ازموينو کې لوړې نومرې ترلاسه کړې دي.

 په دغو مراسمو کې د يادو پنځو زده کوونکو ترڅنګ هغو استادانو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول، چې د کانکور په ازموينه کې يې ښه رول ترسره کړى و.

 فرامرز چې د کانکور په ازموينه کې يې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړې؛ له پوهنې او د لوړو زده کړو له وزارتونو څخه د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه له يادو وزارتونو مننه وکړه.

 هغه زياته کړه: "د نن ورځې برياليتوب په ښوونځي کې زما د ښوونکو د هلو ځلو، د مور او پلار همکاريو او زما د شپې ورځې کوښښونو پايله ده."

 د لوړو زده کړو معلوماتو پر بنسټ، د ١٣٩٥ لمريز کال لپاره د کانکور ازموينه کې چې شا وخوا ١٨٠ زره کسانو پکې ګډون درلود، له يادې ډلې ١٥٧ زره کسان بريالي شوي او پاتې نورې ناکام شوي، خو سږ کال هيڅوک هم د کانکور له پايلو بې پايلې نه دي پاتې شوي.

 د سرچينې په وينا، د يادې ازموينې د ګډونوالو له ډلې ٥٨٣١٠ کسان د لوړو زده کړو دولتي پوهنتونونو، ٤٦٩٠٦ زده کوونکي د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو او ٥١٤٥٨ زده کوونکي د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو ته بريالي شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.