ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د سید جمال الدین پوهنتون محصلین د لیليې او نورې اسانتیاوې غواړي

author avatar
12 Apr 2016 - 16:58
author avatar
12 Apr 2016 - 16:58

اسعداباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون يو شمېر محصلين د ليليې ترڅنګ د نورو اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.

د کونړ ولايت د افغان سيد جمال الدين پوهنتون چې ۴۵۰۰ محصلين په کې په لوړو زده کړو بوخت دي، سږ کال ورته سلګونه نور کسان هم بريالي شوي دي.

د دغه پوهنتون د کرنې او مالدارۍ پوهنځي د دويم کال محصل عبدالقادر د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دوى د ليليې مستحق دي، خو د مسوولينو لخوا نه ورکول کېږي او نه هم بدل اعاشه.

هغه زياته کړه: ((زه دومره وس نه لرم چې هره ورځ کور ته ولاړ شم او يا هم په ښار کې د ځان لپاره کوم اطاق په کرايه ونيسم او که مرسته راسره ونه شي، نو تحصيل به مې نيمګړى پاتې شي.))

نوموړی د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکى دی چې د کونړ ولايت له مرکزه تر ١٥ او شل کيلومترو پورې واټن لري.

خو د پوهنتون د لايحې له مخې ، هغو محصلينو ته ليليه ورکول کيږي چې کور يې حد اقل له پوهنتون څخه ٣٥کيلومتره لرې وي .

د بهار علي په نوم يو بل محصل چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى او د کونړ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بريالى شوى وايي چې د ليليې لپاره يې فورمه ډکه کړې او هيله يې څرګنده کړه چې کوټه به ورکړل شي.

خو نوموړي په ليليه کې د برېښنا، اوبو، ا نټرنېټ او نورو اسانتياوو غوښتنه وکړه.

د کمپيوټر ساينس پوهنځي د څلورم کال محصل عتيق الله بيا وايي چې تر ټولو لويه ستونزه يې د برېښنا نشتوالى دى.

هغه له مسوولينو وغوښتل چې د برېښنا د ستونزې اساسي هوارى پيدا کړي، ځکه چې يواځې د څو ساعتونو لپاره برېښنا وي او بيا ورکه شي.

د افغان سيدجمال الدين پوهنتون رييس استاد ميراحمد حامد وايي چې دوى د زرو محصلينو لپاره د ليليې اسانتيا برابره کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ليليې مستحق محصلين له دې هم زيات دي خو دوى ورته اسانتيا نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.