کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٥): مشرانو جرګې له ولسمشر وغوښتل، څو د سوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) د ادغام په اړه له سره غور وکړي.
د مشرانو جرګې يوه غړي محمد علم ايزديار د يادې جرګې په ناسته کې وويل: "د ايسا ادارې لغوه کول د حکومت له لوري يو سليقه يي چلند و او هيله مند يو چې ولسمشر په هېواد کې د پانګونې د پراختيا لپاره کار وکړي، نه د يوې خپلواکې او فعالې ادارې د لغوه کولو لپاره."
هغه زياته کړه، چې د ايسا په اړه ولسمشر ته ناسمې مشورې ورکړل شوې او نوموړى بايد د خپل دغه تصميم په اړه له سره غور وکړي.
د ايزديار په وينا، د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ نوې ادارې مشرتابه د يادې ادارې ډېرى ستونزې حل کړې او هېواد ته د پانګونې د راجلبولو په برخه کې هڅې کوي.
د يادې جرګې بل غړي صفي الله هاشمي وويل: "په داسې شرايطو کې د ايسا ادارې لغوه کول چې پانګه له هېواد څخه د ايستلو په حال کې ده او هيڅوک هم پانګونې ته چمتو نه دي؛ د افغانستان په ګټه نه ده."
هغه زياته کړه، د ايسا اداره له هغو ستونزو سره-سره چې په مشرتابه کې يې لرلې، تر اوسه پورې د پانګونې د راجلبولو او هڅولو په برخه کې داسې لاسته راوړنې درلودې، چې کومې بلې ادارې نه درلودې.
هاشمي زياته کړه: "د حکومت مشران بايد د خپلو کورنيو ستونزو له امله په هېواد کې د پانګونې په برخه کې خنډ ونه ګرځي."
د يادې جرګې لومړي مرستيال فرهاد سخي چې د جرګې رياست يې پر غاړه درلود، د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارو پر خپلواکۍ د ټينګار ترڅنګ وويل: "د يوې خپلواکې ادارې په توګه د ايسا پاتې کېدل، د هېواد د ټولو سوداګرو غوښتنه ده."
هغه زياته کړه، چې حکومت بايد په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي او پرېږدې چې ياده اداره په خپلواکه توګه خپلې چارې ترسره کړي.
د فرهاد سخي په باور، پخوا چې په ياده اداره کې کومې ستونزې موجودې وې؛ اوس له منځه تللې او په دې وروستيو کې د پانګوالو ستونزې په ښه توګه حل کېدې.
ولسمشر تېره اونۍ د هېواد د اقتصادي عالي شورا په ناسته کې د سوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې د ايسا ادارې له ادغام خبر ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دغه کار له کومې سياسي انګېزې پرته، په ښه توګه سره د پانګونې جواز د صدور او په دې برخه کې د څو ادارو له شتون څخه د مخنيوي په موخه ترسره شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن