ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ښوونځي د مرمۍ لګېدو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

پر ښوونځي د مرمۍ لګېدو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Apr 2016 - 13:20
پر ښوونځي د مرمۍ لګېدو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Apr 2016 - 13:20

جلال اباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د لغمان ولايت پر يوه ښوونځي د د مرميو د لګېدو له امله دوه زده کوونکي ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د لغمان دامنيه قوماندان د مطبوعاتي دفتر يوه غړي دويم ساتمن شاکر د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ولايت د مرکز مهترلام اړونده د بسرام په سيمه کې د مولوي حبيب الرحمن  ښوونځي ته څېرمه پر پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى و، چې له امله يې ځينې مرمۍ پر ښوونځي لګيدلي دي.

د شاکر په وينا، په دې پېښه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عطاء الله نيازي پژواک اژانس ته وويل  چې دوى ته له يادې پېښې يو جسد او څلور ټپيان راوړل شوي دي.

دى وايي چې د دغو زده کوونکو عمرونه د اتو او لسو کلونو ترمنځ دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.