کندهار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوه پوليس پنځه نور پوليس وژلي او وروسته تښتېدلى دى.
دغه پېښه تېره شپه شاوخوا درې بجې د سپين بولدک اړوند د سرحدي پوليسو د درېيم کنډک په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې چې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې پرته ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د سرحدي زون د درېيم کنډک د امنيتي پوستې يوه پوليس تېره شپه درې بجې هغه مهال پر خپلو نورو ملګرو ډزې وکړې چې پر ګزمه بوخت وو.
هغه زياتوي، د دغه بريد په پايله کې ٥ سرحدي پوليس وژل شوي او بريد کوونکى د کرښې هغې غاړې ته تښتېدلى دى.
نوموړى وايي، بريد کوونکى پوليس په اصل کې د تخار ولايت اوسېدونکى و او له تېرې څه مودې راهيسې يې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله.
دى وايي، ياده موضوع تر څېړنې لاندې ده، څو د بريد انګېزه په ډاګه شي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى هم پېښه تاييدوي، خو وايي د وژل شوو سرتېرو دقيقه شمېره نه ده ورته معلومه.
هغه زياته کړه، د دې پېښې د پلټنې لپاره سپين بولدک ولسوالۍ ته يو پلاوى لېږل شوى، څو معلومه کړي چې دغه بريد څنګه او ولې ترسره شوى دى.
دى وايي، په پېښه کې د وژل شوو سرتېرو د کره شمېر په اړه به د پلاوي تر پلټنو وروسته معلومات ورکړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه بيا په دې پېښه کې د وژل شوو سرتېرو شمېر ٧ ښيي چې د پوستې د قوماندان مرستيال حبيب الله هم په کې شامل دى.
دغه سرچينه وايي چې بريد کوونکي د پوليسو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړې دي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسووليت منلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن