ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د بندیانو دوسيې نه څېړل کېږي

په غزني کې د بندیانو دوسيې نه څېړل کېږي

author avatar
12 Apr 2016 - 16:09
په غزني کې د بندیانو دوسيې نه څېړل کېږي
author avatar
12 Apr 2016 - 16:09

غزني ښار (پژواک، ۲۴ وری ۹۵): په غزني کې يو شمېر زندانيان وايي چې له کلونو راهيسې بنديان دي خو دوسيې یې تر اوسه نه دې څېړل شوې.

د دغو زندانيانو له ډلې د وري په ٢٤مه محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه نيم کاله کېږي چې زنداني دى خو تر اوسه ورته نه ده معلومه شوې چې په کوم جرم نيول شوى دى.

نوموړی وايي: ((څو ځلې مو د دوسیې د څېړنې غوښتنه وکړه خو هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري، موږ پر دې هم نه پوهېږو چې په کومه ګناه نيول شوي يو.))

دغه راز بل زنداني بسم الله هم وايي چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې تر اوسه دوسيه نه ده څېړل شوې.

هغه زياته کړه: ((يو خو مو دوسيې نه څېړل کېږي، بل مو ځاى هم تنګ دى، د ځاى د تنګوالي له امله کله نا کله د زندانيانو تر منځ نښتې هم رامنځته کېږي.))

ده هم ټينګار وکړ  چې اړوند مسوولين بايد د دوى دوسيې وڅېړي او نورې ستونزې يې هم حل کړي.

يو شمېر نورو زندانيانو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد هم پژواک ته وويل چې د يو شمېر زندانيانو دوسيې نه دې څېړل شوې.

هغه وويل: ((په دغه زندان کې يو شمېر بې ګناه کسان هم شته دي، موږ هڅه کوو چې ژر يې دوسيې وڅېړو او ازاد يې کړو.))

ده وويل چې پخوا په دغه زندان کې زندانيانو ته شکنجه ورکول کېده خو اوس هغه ستونزې حل شوې دي.

عابد دا هم وويل چې ډېر ژر به يو شمېر ښځينه زندانيان د ولسمشر له فرمان سره سم له زندان څخه ازادې شي.

دغه راز د غزني د زندان امنيتي مسوول محمد مايل عبادي پژواک ته وويل چې د زندان مسوولين له زندانيانو سره ښه چلند کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.