ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زور واکو ګواښ د شباشک ډبرو سکرو کان د پلور مخنيوى کړى

د زور واکو ګواښ د شباشک ډبرو سکرو کان د پلور مخنيوى کړى

author avatar
13 Apr 2016 - 17:15
د زور واکو ګواښ د شباشک ډبرو سکرو کان د پلور مخنيوى کړى
author avatar
13 Apr 2016 - 17:15

ايبک (پژواک، ٢٥ ورى  ٩٥): د سمنګان ولايت د شباشک ډبرو سکارو کان پلور له تېرې شنبې راهيسې درېدلى چې له امله يې هره ورځ دولت تر دری ميليونه افغانيو پورې زيان اوړي.

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مشر انجنير داد محمدي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې تصدي د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د پلور د تعرفو وېش له دې امله بند کړى چې يو شمېر ((زورواکي او کوڅه ډبي)) د دې تصدۍ  اجرايوي مشران او انجنيران ګواښي.

هغه د دغو ګواښونو د څرنګوالي په اړه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې تر دې وړاندې هم څو ځلي د شباشک د ډبرو سکرو کان امر او انجنيران ګواښل شوي او زورواکو يې د کار مخنيوى کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې کارګران د هغو ورځو مزدوري هم غواړي چې د کان کار د استحکامې وسايلو د نشتوالي په سبب درېدلى و او زورواکي هم د هغوى په دې غوښتنه کې لاس لري.

هغه وويل چې دا ستونزه يې له ولايتي چارواکو سره شريکه کړې او تر هغو چې زور واکي او ياد کوڅه ډبي بندي او په قانوني ډول مجازات نه شي، د سکرو د پلور د تعرفو وېش نه پيلوي.

د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني د دغه کان د سکرو د پلور د تعرفو وېش د ځنډ په اړه وويل چې دا ستونزه د کان د کارګرو او چارواکو تر منځ د ستونزو په سبب رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ځيني زورواکي کارګرو ته دا انګېزه ورکوي، څو د هغو ورځو مزدوري هم وغواړي چې د کان کار درېدلى وي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، شباشک په هېواد کې د ډېرو سکرو تر ټولو ستر کان دى چې د کار درېدو له امله يې هره ورځ دولت ته له ٣ تر ٤ ميليون افغانيو پورې زيان اوړي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د کار درېدو په سبب د کان سلګونه کارګرو ته هم زيان رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.