ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو

د تخار د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو

author avatar
13 Apr 2016 - 20:02
د تخار د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو
author avatar
13 Apr 2016 - 20:02

تالقان (پژواک ٢٥ ورى ٩٥): د تخار د ولايتي شورا د غړي عين الدين او د يوې نامسوولې وسله والې ډلې ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې عين الدين او دوه نور وسله وال وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قومندان وياند سمونيار عبدالخليل اسير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د تخار د رستاق ولسوالۍ په بازار کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکي او د ولايتي شورا د غړي عين الدين او د نامسوولو وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې وکيل عين الدين او دوه نامسووله وسله وال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د دواړو خواوو ترمنځ مخکينۍ دښمني هم وه، خو د پېښې د څېړنې لپاره يې يو پلاوى سيمې ته استولى دى.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي بيا وايي، چې په دغې نښته کې پوليسو او عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رستاق يوه اوسېدونکي قوماندان حليم، پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو غاړو په ډزو کې درې نامسووله وسله وال، درې عام وګړي، وکيل عين الدين او د هغه څلور ساتونکي وژل شوي دي.

دى زياتوي، وکيل عين الدين د يوې نامسووله وسلې والې ډلې قوماندان (زمان ګرګ علي) له لوري، چې د ملا پيرمقل مهم قوماندان دی، وژل شوی دی.

وکيل عين الدين په سيمه کې د ولسي جرګې د پخواني استازي او په رستاق کې د نامسوولو وسله والو ډلو قوماندان پيرمقل يواځينی مخالف و، چې مخکې تردې هم څو وارې سره نښتي وو.

خو د تخار امنيتي چارواکي په دې پېښه کې د ملا پيرمقل لاس لرل نه تاييدوي او وايي، د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.