ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او بدخشان کې ٢٨ وسله وال وژل شوي

غزني او بدخشان کې ٢٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
13 Apr 2016 - 15:36
غزني او بدخشان کې ٢٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
13 Apr 2016 - 15:36

غزني ښار، فيض اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۵): د غزني او بدخشان چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې د شپږو قومندانانو په ګډون ٢٨ طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د وري په ٢٥مه خبريالانو ته وويل چې له دوو ورځو راهيسې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د شفق په نوم عمليات پيل کړي دي.

هغه وويل چې دغه عمليات تر اوسه په قره باغ، اندړو او ده يک ولسواليو تر څنګ د غزني ښار په ځينو سيمو کې هم ترسره شوي دي.

امرخېل وايي چې په عملياتو کې د شپږو قوماندانانو په ګډون ١٥ طالبان، يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس وژل شوي دي او ١٣ طالبان او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او ځيني تصويري اسناد هم ترلاسه کړي دي.

دغه راز په دې خبري ناسته کې د غزني والي محمد امان حمیم وويل چې دغه عمليات به د غزني ولايت يو شمېر نورو سيمو ته هم وغځول شي.

ده وويل: ((طالبانو له يو شمېر سيمو څخه پر ښار باندې توغندي توغول، خو اوس هغه ځايونه موږ نيولي دي او دوى اوس نه شي کولاى د غزني ښار په نښه کړي.))

حميم وايي چې دغه عمليات به څو ورځې دوام وکړي او په عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو تر څنګ ملي پوليس او ملي امنيت هم ګډون لري.

دغه راز په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان نظام الدین خنجر وويل چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې دي.

قوماندان وايي: ((وسله والو طالبانو به د عامو خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول خو اوس يې موږ پر وړاندې عمليات پيل کړي او دوى نه شي کولاى چې له دې وروسته خلکو ته سر دردى جوړ کړي.))

خو ده وويل چې په دې عملياتو کې تر اوسه دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپله انټرنېټ پاڼه کې ليکلي دي چې نن سهار د غزني ولايت په اب بند ولسوالۍ کې طالبانو پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.