کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د ولسي جرګې لومړي مرستيال د حکومت له مشرانو وغوښتل، څو د سولې لړۍ او د ملي يووالي حکومت د برخليک ټاکلو په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير د وروستيو څرګندونو په اړه سپيناوى ورکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل: "کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير سفر او د ملي يووالي حکومت د برخليک په اړه د هغه څرګندونې، د ملت استازي او ډېرى خلک متاثره کړي او ځيني پوښتنې يې رامنځته کړې، د ملي يووالي له حکومت غواړو، څو د دواړو ترمنځ خبرې اترې او دريځ نيونه له ملت سره شريکه کړي."
هغه زياته کړه: "موږ او تاسو پر خپلو سترګو وينو چې افغانستان د يوه کړکېچ په لوري روان دى، ټول خلک د سولې تږي دي او ټول سولې ته ښه راغلاست وايي، خو له بده مرغه چې کله هم د سولې غږ پورته شوى؛ د افغانانو له اخلاص ناوړه ګټه اخيستل شوې ده."
د ولسي جرګې مرستيال د حکومت له مشرانو وغوښتل څو د افغانستان سولې د خبرو اترو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو په اړه استازو ته معلومات ورکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پنځه ورځې وړاندې د هېواد له ولسمشر محمداشرف غني سره په يوې ناسته کې وويل چې د ملي يووالي حکومت عمر پنځه کلن دى او هغه هوکړه ليک چې پر بنسټ يې د ملي يووالي حکومت رامنځته شوى، د دغه حکومت وروستۍ نېټه نه ده په ډاګه کړې.
د دغه هوکړه ليک پر بنسټ چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٩مه نېټه ترسره شوه، د ولسمشرۍ ټاکنو له جنجالي کېدو وروسته د جان کيري په منځګړيتوب د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ لاسليک شو چې له مخې يې بايد د دوو کلونو په موده کې د اساسي قانون لويه جرګه راوبلل شي او د حکومت اجرايي رياست مقام، د لومړي وزير پر مقام بدل شي.
ظاهر قدير د خپلو خبرو په بله برخه کې د دې ترڅنګ چې د سولې ټينګښت مهم وباله، وويل: "که چېرې سوله زموږ پر ځمکنۍ بشپړتيا باندې په تېري او زموږ د اولادونو په وينې توييدو تمامه شي، دا ډول سوله نه غواړو، د خپلو امنيتي سرتېرو ترڅنګ ولاړ يو او د دوښمنانو پر ضد مبارزه کوو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن