پلخمري (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د دې ولسوالس لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ووژل شو.
د بغلان والي عبدالستار بارز په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې د ملي امنيت منسوبينو نن سهار څلور بجې د بغلان د خنجان ولسوالۍ په ګزان کلي کې ځانګړي عمليات وکړل.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې د تاله و برفک ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال قاري عبدالواسع وژل شوى او دوه ساتونکي يې په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
بارز زياته کړه چې له دغه طالب قوماندانه دوه پيکا ماشينګڼې، مخابره او يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.
د بغلان د والي په خبره، قاري عبدالواسع د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال له وژلو وروسته تېره مياشت د دې ولسوالۍ مسووليت پر غاړه واخيست.
د هغه په خبره، قاري واسع د پخلمري- کابل لويې لارې په اوږدو کې ورانکاره کړنې کولې او د خلکو د ځورولو لامله ګرځېده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى ورکړى، خو طالب وياند ذبيح الله وايي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يې څو امنيتي پوستې نيولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن