کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو په ديارلسمه سرمشريزه کې د ګډون په موخه ترکيې روان ته شو.
د اسلامي هېوادونو د مشرانو ديارلسم کنفرانس چې د دوو ورځو لپاره (٢٦ او ٢٧ورى) د ترکيې په استانبول ښار کې جوړېږي، په کې د اسلامي هېوادونو او نړۍ پر وضعيت، د اسلامي هېوادونو تر منځ د همکاريو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې پر ننګونو، فرصتونو خبرې کېږي.
اجرايي رياست وايي چې ډاکټر عبدالله د افغانستان د خلکو او دولت په استازولۍ دغه کنفرانس ته وينا کوي او په ترڅ کې به يې د افغانستان وضعيت او په سيمه او اسلامي نړۍ کې د بېلابېلو برخو ستونزې، په دې ناستو کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره شريکې کړي.
د سرچينې په خبره، د حکومت اجرايي مشر په دې ناسته کې له ګډون کوونکو هېوادونو غواړي چې په افغانستان او سيمه کې له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې همکاري کړي.
ټاکل شوې چې عبدالله به د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي هېوادونو سازمان له مشر، د ترکيې له ولسمشر او د يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره وګوري، د افغانستان او هغه هېواد پر ګډو مسايلو به ورسره خبرې وکړي.
د ويلو ده چې د يادې ناستې لپاره د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د چمتو والي ناسته تېره ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن