ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيف الرحمن: د لوڼو مرګ مې ملا ماته کړه

سيف الرحمن: د لوڼو مرګ مې ملا ماته کړه

author avatar
14 Apr 2016 - 15:40
سيف الرحمن: د لوڼو مرګ مې ملا ماته کړه
author avatar
14 Apr 2016 - 15:40

محمودراقي (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى معلم سيف الرحمن وايي، په جګړو کې يې دوه لوڼې وژل شوې او غم به يې هېڅکله هېر نه شي.

ښوونکى سيف الرحمن چې ٥٥ کاله عمر لري، د تګاب د ملايانو سيمې اوسېدونکی دى، ١٢ لورګانې لري، خو وايي چې خداى تر اوسه زوى نه دى ورکړى.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په تګاب کې هره اونۍ عام خلک وژل کېږي او دوى د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو  د جګړې قرباني دي.

ده زياته کړه: ((عام خلک هم په خپلو کورونو کې وژل کېږي او هم له کورونو بهر.))

د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين د سيمې د اوسېدونکو له کورونو څخه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي او بيا دولتي ځـواکونه پر کليو ډزې پيلوي چې د دوى د جګړې په منځ کې عام وګړي زيانمنېږي.

سيف الرحمن وايي: ((يو سهار مو په سيمه کې جګړه پيل شوه، زما مېرمن د خپلې پلارګنۍ کور ته تللې وه او زه په کور کې وم، لورګانو ته مې بار بار وويل چې نن حالات خراب دي، له کوره مه وځئ، خو جګړه يو څه زموږ څخه لرې وه، زه د يوه ضروري کار لپاره بازار ته ولاړم.))

د هغه په خبره، په لسو بجو جګړې زور واخيست، لورڼې يې په خپلې مور پسې د ماماګانو کور ته روانې شوې وې، کله چې د سيند تر څنګ رسېدلې وې، د راکټ يوه مرمۍ پر دوو لورګانو مې چې عمرونه يې د ٨ او لسو کلونو تر منځ وو، لګېدلې وه او دواړه يې ټوټې ټوټې کړې وې.

ده زياته کړه: ((ما ته د ټيلېفون له لارې خبر راکړ شو، ژر مې ځان کور ته ورساوه، ومې ليدل چې دواړه لوڼې مې په وينو کې سرې پرتې وې، وېښتان يې له وينو سره سرېښ نښتي و، نور پر ځان پوه شوی نه يم.))

دغه ښوونکى وايي، مور يې لا د خپلو لورګانو پر وژل کېدو خبره نه وه، نورې خويندې چې له مور سره تللې وې، هم خبرې نه وې، جګړه مازديګر مهال لږ سړه شوه، يو څه د ارامۍ ډاډ پيدا شو او څو کسان هم پيدا شول، د کلي په هديره کې يې قبرونه و ايستل، مازديګر مهال يې مور هم خبره شوه او ماښام مهال يې خاورو ته وسپارلې.

دى وايي: ((ما له ځان سره ويل، چې خير که زوى نه لرم، خو ځوان يم، کار کولى شم، خو د دوو لوڼو مرګ مې ملا ماته کړه، زه يې سپين ږيرى کړم، اوس د ژوند په خوند نه پوهېږم، که اختر وي، که نورې د خوښۍ ورځې، خو زه خپلې دواړه تنکۍ لورګانې نه شم هېرولى.))

د هغه په وينا، کله چې کټ کې پرېوځي، نو خوب نه ورځي، له بسترې پاڅېږي او په زړه کې يې دردونه پيدا شي، داسې فکر کوي چې زړه يې چوي.

سيف الرحمن زياتوي، څو مياشتې مخکې يې يوه لاس او يوې پښې هم کار پرېښود، خو تر ډېرې درملنې وروسته اوس لږ ښه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.