جلال اباد (پژواک ٢٧ورى ٩٥) : د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر غونډې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٤٠ داعش وسله وال وژل شوي دي .
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدونو کې د داعش ٤٠ وسله وال وژل شوي دي .
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو معلومات ترلاسه کړي و چې داعش ډله تېره شپه د اچين په پېښه او لته بند سيمو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو د ترسره کولو په موخه نظامي ناسته لري .
ده وويل چې ددې کشفي راپور په اساس افغان او بهرنيو ځواکونو د داعش پر يادې نظامي ناستې هوايي بريدونه وکړل او په ترڅ کې يې ٤٠ وسله وال ووژل شول او ګڼ شمېر وسلې له منځه يوړل شوې .
د مشرقيوال په خبره ، چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې د داعش٤١ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان هم دي.
هغه زياته کړه چې دغه بريدونه تېره شپه اته بجې د اعش پر نظامي ناستې شوي او د دوى يوشمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د خوږياڼي په خبره، چې په دې بريدونو کې عامو خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
د اچين يوه اوسېدونکي نويد شينواري پژواک ته وويل چې تېره شپه په پېښه او لته بند سيمو کې د داعش پر وسله والو هوايي بريدونه شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ، خو ده ته يې کره شمېر نه دى معلوم .
هغه اندېښنه وښوده چې په اچين کې بيا د داعش فعاليتونه زيات شوي او پر وړاندې يې هوايي بريدونه ښه اغېزمن دي .
داعش وسله والو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبر له مخې ، تېره ورځ ماښام مهال ٧بجې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سپين راغه تنګي کې پر وسله والو طالبانو د بې پيلوټه الوتکې بريد شوى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې په دې هوايي بريد کې د سيدعمر مشهور په خالد عمر طالب ډلمشر په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي .
هغه زياته کړه چې دغه طالبان په يوه ډاډسن موټر کې سپاره وو چې هوايي بريد پرې شوى او له موټر سره له منځه تللي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن