شبرغان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې پرون شپه د دغه ولايت قوش تپې ولسوالۍ کې د نښتې له امله د ولسي پاڅون لسو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او شا تګ ته اړ شوي دي.
دا نښته هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ پر بېګ سر او قپچاق کلا کليو کې د ولسي پاڅون ځواکونو پر پوستو بريد وکړ.
د جوزجان د والي وياند محد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسي پاڅون کوونکي له وسله والو طالبانو سره له څو ساعتونو نښتې وروسته شاتګ ته اړ شوي چې په پايله کې يې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه: "له دې شاتګ وروسته هوايي ځواک او امنيتي ځواکونه د ځمکې له لارې د ولسي پاڅون کوونکو مرستې ته رسېدلي، چې په پايله کې يې وسلوالو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې، خو تر اوسه پورې يې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې."
د جوزجان د والي وياند زياته کړه چې د قوش تپې ولسوالۍ په شا وخوا سيمو کې اوس هم نښتې روانې دي.
يادې ولسوالۍ ته د نږدې کليو اوسېدونکي هم وايي چې طالبان له پرون شپې راهيسې له امنيتي ځواکونو سره په نښتې بوخت دي.
د بېګ سر يوه اوسېدونکي محمد اسماعيل وويل چې طالبان خپل مړي او ټپيان د موټرسايکلونو په وسيله د نښتې له سيمې کوم لرې ته لېږدوي او اوس هم دواړه لوري له درنو او سپکو وسلو څخه په ګټې پر يوه او بل ډزونه کوي او خلک له سيمې څخه د وتو په حال کې دي.
نوموړي د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه وويل: "جګړه روانه ده، خلکو ته حتماً زيان اوښتى او کېداى شي خلک هم پکې وژل شوي وي، خو هيڅوک هم له يوه بل نه دي خبر او تر اوسه پورې کم تر کمه له پنځوسو زياتې کورنۍ له سيمې تللې او د دښت ليلې خوا ته کډه شوې دي."
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پرون شپه د نښتې پر مهال طالبانو د دولتي ځواکونو ځينې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړې: "د دولتي ځواکونو دوه پوستې هم سوځېدلې او ځينې سرتېري په کې ټپيان او وژل شوي، په ياده نښته کې يو طالب هم ټپي شوى او په سيمه کې تر اوسه پورې نښته روانه ده."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن