لښکرګاه (پژواک، ۲۸ وری ۹۵): په هلمند کې امنيتي ځواکون وکولاى شول چې تر يو کال وروسته د لښکرګاه- سنګين ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه کړي.
په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معين فقير د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سنګين ولسوالۍ د لويې لارې د خلاصون په موخه يې څو مياشتې وړاندې عمليات پيل کړي وو.
ده وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو وکولاى شول د سنګين- لښکرګاه لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د سنګين- لښکرګاه لويه لار له يو کال راهيسې د نا امنيو له امله تړل شوې وه.
هغه زياته کړه: ((اوس لاره د ولسوالۍ تر مرکزه پورې خلاصه ده او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.))
فقير وايي چې د سنګين ولسوالۍ د لويې لارې د خلاصون په عملياتو کې ١٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې د لارې د خلاصون پر مهال امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په وينا، تر اوسه امنيتي ځواکونو د سنګين- لښکرګاه پر لويه لار ١٥٠ مايونونه شنډ کړي او د نورو د شنډولو عمليات روان دي.
خو په سنګین کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان ډګروال فضل الرحمن اندرابي پژواک ته وويل چې د دې لوا او ولسوالۍ تر منځ غځېدلې څلور کيلومتره لاره خلاصه شوې ده.
هغه وايي چې د ولسوالۍ او لښکرګاه تر منځ لس کيلومتره سړک اوس هم ستونزې لري.
د هغه په وينا، د دې لارې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر طالبان وژل شوي چې د يو شمېر طالبانو جسدونه نن سهار د سيمې خلکو ته سپارل شوي دي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا غړي بريالي نظري هم پژواک ته وويل چې د سنګين- لښکرګاه لويه لار خلاصه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن