ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشواڼي او دراني روغه وشوه

د مشواڼي او دراني روغه وشوه

author avatar
16 Apr 2016 - 19:14
د مشواڼي او دراني روغه وشوه
author avatar
16 Apr 2016 - 19:14

کابل (پژواک، ۲٨ ورى ۹۵): په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني څخه بښنه وغوښته.

د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي د وري په ٢٥مه د جرګې په عمومي ناسته کې وروسته له هغه، چې خبرې يې له ټاکلي وخت زياتې شوې او مايک پرې بند شو، د جرګې منشي عرفان الله نايب يې له ګرېوانه کش کړ، وروسته په چټکۍ د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني خوا ته ورغى، د هغه د مېز پر سر اېښودل شوې نوم پاڼه يې د وزير پر لوري وويشتله.

ولسي جرګې نن د وري په ٢٨مه، پرېکړه وکړه چې سخي مشواڼى تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د جرګې په غونډو کې ګډون نه شي کولى.

بل خوا نن تر غرمې وروسته د يو شمېر سياسي مشرانو او د ولسي جرګې د لسګونو وکيلانو په ګډون د روغې جوړې يوه جرګه د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني په کور کې جوړه شوې وه.

په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجنيرمحمد خان، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار، د حزب اسلامي کابل ګوند مشر او د اقتصاد پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پخوانۍ او اوسنۍ کابينې يو شمېر وزيرانو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو ګډون درلود.

په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهراده شاهد د کونړ د خلکو په استازيتوب د کليو او پراختيا له وزير څخه بښنه وغوښته او د سخي مشواڼي کړنه يې يوه تېروتنه ياه کړه.

نوموړي د دې غونډې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د کليو او پراختيا وزير يې په خپلو چارو کې بريالى وزير وباله.

په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان وويل، که افغانان پرېښودل شي، نو کولي شي  چې داسې مسايل د جرګو او مرکو له لارې حل کړي.

هغه د غونډې پر جوړېدو خوښي وښوده  او ټينګار يې وکړ، چې دغسې کړنې بايدپه راتلونکي کې تکرار نه شي.

د مشرانو جګې مشر فضل الهادي مسلميار وويل : ((زه د مشرقيوالو په استازيتوب له دراني صيب څخه بښنه غواړم ، هغه د حزب اسلامي او لوګر نه، بلکې د ټول افغانستان وزير دى.))

د غونډې په پاى کې سخي مشواڼي او د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني يوبل ته سره غېږه ورکړه او روغه جوړه يې وشوه.

تر يادې غونډې وروسته دکليو پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد دراني په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې له جهادي مشرانو ، وکيلانو او په ځانګړې توګه د کونړولايت له قومي مشرانو او استازومننه کړې، چې دا جرګه يې جوړه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.