ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمرخېل: کندوز به بيا سقوط ونه کړي

عمرخېل: کندوز به بيا سقوط ونه کړي

author avatar
16 Apr 2016 - 11:57
عمرخېل: کندوز به بيا سقوط ونه کړي
author avatar
16 Apr 2016 - 11:57

دويم تعقيب- کندوزښار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د کندوز والي د کندوز ښار د حالت له عادي والي ډاډ ورکړ  او ويې ويل چې دغه ولايت به هېڅ وخت سقوط ونه کړي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل چې نن سهار يې له يو شمېر خلکو سره له کندوز ښاره ليدنه وکړه، وويل چې د ولسمشر غني د ژمنې پر بنسټ به ډېر ژر د دغه ولايت امنيتي ځواکونو ته شپږ چورلکې ورکړل شي، د ښار امنيتي وضعيت د قناعت وړ دى او په دې برخه کې کومه اندېښنه نشته.

هغه زياته کړه، سره ددې چې د کندوز ښار ته څېرمه له وسله والو مخالفينو سره د امنيتي ځواکونو نښتې روانې دي، خو په کندوز ښار کې وضعيت عادي دى او خلک په عادي ډول خپل ژوند مخته وړي.

نوموړي وويل چې  کندوز مېشتو امنيتي ځواکونو ته به د شپږو چورلکو ورکول د امنيت په خوندي کولو کې اغېزناک ثابت شي.

تر دې وړاندې يوې امنيتي سرچينې ويلي وو چې د کندوز- خان اباد پر لويه لاره څلور امنيتي پوستې د وسله والو مخالفينو له خوا نيول شوې او نږدې  ٣٠ سيمه ييز او ملي  پوليس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

خو والي وويل چې يواځې ٩ سيمه ييز پوليس د ځايي سپين ږيرو له خوا تېر ايستل شوي او د هغوى په خبره طالبانو ته تسليم شوي دي.

په شمال ختيځ  کې د پامير ٢٠ مې فرقې رييس ارکان، ډګروال قربان موسوي وويل چې په کندوز کې د وروستيو نښتو په ترڅ کې تر ٨٠ پورې مخالفين وژل شوي او ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

هغه وايي چې يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

هغه هم ډاډ ورکړ چې کندوز به يو ځل بيا د وسله والو مخالفينو لاس ته ورنه شي، د دغه ولايت د کنټرول لپاره بشپړ امنيتي ځواک شتون لري.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.