ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ۲۱ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې ۲۱ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Apr 2016 - 12:52
فراه کې ۲۱ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Apr 2016 - 12:52

فراه (پژواک، ۲۸ وری ۹۵): د فراه په پشترود او بالابلوک ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱  پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې  تېره ورځ يو شمېر طالبانو د دې  ولسوالۍ د شهر کهنه، نوبهار او ملا امان کلا سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

ده وويل چې د جګړې په پايله کې يو پوليس او پنځه طالبان وژل شوي او اوه طالبان ټپيان دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه  جګړه نن سهار پای ته ورسېده او طالبانو له سيمې شا تګ کړى.

له بلې خوا د تېر ماښام راهيسې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې ګڼ شمېر طالبانو د پوليسو  پر پوستو  بريدونه کړي او تېره شپه هلته سخته جګړه روانه وه.

که څه هم چې امنيتی چارواکې په دې اړه څه نه وايي، خو د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور پژواک ته  وويل چې په دې جګړه  کې شپږ پوليس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

بختور زياته کړه چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوې پوستې هم نيولي دي.

ده د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل او زياته يې کړه چې جګړه نن سهار پای ته رسېدلې ده.

د فراه د عامي روغتيا مشر ډاکتر عبدالجبار شايق وايي چې د کنسک له جګړې نه د پوليسو ۳ مړي او يو ټپي د فراه ولايتي روغتون ته  لېږدول شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.