کابل (پژواک،٢٨ ورى ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي له يوه پوهنتون څخه بل پوهنتون ته د محصلو نجونو تبديلۍ ته د لارې هوارولو غوښتنه وکړه؛ خو د لوړو زده کړو وزيرې وويل چې دا کار شونى نه دى، ځکه ستونزې راټوکوي.
د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند نن ولسي جرګې ته ورغوښتل شوې وه، څو د زده کړو اړوند موضوع ګانو او تېرکال کانکورازموينې په اړه د مجلس استازو ته معلومات ورکړي.
لومړى د ولسي جرګې غړو خپل نظرونه وړاندې کړل.
د کابل د خلکو استازي سيدعلي کاظمي وويل د هېواد لرې پرتو ولايتونو کې ځينې نجونې کانکور ازموينه کې بريالې شوې دي؛ خو د فرهنګي ستونزو او د يادو ولايتونو پوهنتونونو کې د ليلې نشتون له امله، د زده کړو له دوام څخه محرومېږي.
نوموړي د لوړوزده کړو له وزارت څخه غوښتنه وکړه څو نورو ولايتونو او سيمو ته د ښځينه محصلينو تبديلۍ ته لار هواره شي.
د ميدان وردګو د خلکو استازي غلام حسين ناصري هم د ورته نظر په څرګندولو سره وويل :" که د نجونو د تبديلۍ ستونزه هواره نه شي، ښځينه قشر به له دې ملي بهير څخه بې برخې شي."
ددې جرګې بل غړي عبدالستار خواصي هم وويل که محصلو نجونو ته د تبديلۍ موکه برابره نه شي، دا برخه به خپلو زده کړو ته دوام ور نه شي کړى.
خو د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند وويل چې اتيا سلنه ښځينه محصلينو په داسې حال کې د تبديلۍ غوښتنه کوي چې د کانکور ټولو ګډونوالو ژمنه کړې ده ، چې د خپلې خوښې پوهنځى په کره توګه انتخابوي او تبديلي نه غواړي.
نوموړې زياته کړه چې سږکال د وزارت د مشرتابه شورا له پرېکړې سره سم، کانکور ازموينه کې د ښځينه ګډونوالو لپاره امتيازي نومرې هم په پام کې نيول شوې وې څو د خپلې خوښې پوهنتونونو ته لار ومومي.
هغې وويل چې د تبديلۍ په صورت کې ځينو پوهنتونونو کې ټولګي تشيږي؛ خو نورو پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر زياتېږي او درسي کيفيت ته زيان اړوي.
د نوموړې په وينا، په دې حال کې به د لوړو زده کړو وزارت د نړيوالې ټولنې ځينې مرستې هم له لاسه ورکړي؛ ځکه نړېواله ټولنه له هغو پوهنتونونو سره چې ټولګي يې تش وي، مرسته نه کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پربنسټ، تېرکال له شاوخوا١٨٠ زره محصلانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه، څه باندې ٥٨ زره يې دولتي لوړو زده کړو موسسو، نږدې ٤٧ زره دولتي نيمه لوړو زدکړو موسسو او څه باندې ٥١ زره نور، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته بريالي شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن