کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي چې د حقاني ډلې داسې يو غړى يې نيولى چې غوښتل يې د کابل ښار په کوم هوټل کې چاودنه وکړي.
د ياد رياست له مطبوعاتي دفتره د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حقاني ډلې دا غړى خالد نومېده چې په (سهيل) مشهور و او د پلار نوم يې عبدالله دى.
خبرپاڼې زياته کړې چې نيول شوي کس دوه په لاس جوړ شوي ماينونه د مبايل په سيستم جوړ کړي وو او هوډ يې کړى و چې د کابل نوي ښار پر کوم هوټل کې چاودنه وکړي.
ملي امنيت ويلي چې ياد کس موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت رياست د چارواکو لخوا وپېژندل شو او ونيول شو.
په خبرپاڼه کې د حقاني ډلې د دغه غړي د نيول کېدو ځاى او وخت ته اشاره نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن