ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ګوزڼ دويمه پېښه ثبت شوې

په کونړ کې د ګوزڼ دويمه پېښه ثبت شوې

author avatar
16 Apr 2016 - 16:57
په کونړ کې د ګوزڼ دويمه پېښه ثبت شوې
author avatar
16 Apr 2016 - 16:57

اسعد اباد (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥) : د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو دويمه پېښه ثبت شوې ده.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکټر احسان اللله فضلي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن درې په ونډ کلي  کې ثبت شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د اوسېدونکي عبدالولي يو کلن زوى د پوليو يا ګوزڼ پر ناروغۍ اخته او له دوى سره ثبت شوې ده.

د ډاکتر فضلي په وينا، په دې ولسوالۍ کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ګوزڼ واکسين نه ځکه نه دى تطبيق شوى، چې وسله وال مخالفين يې مخه نيسي.

دى وايي چې د کونړ  ولايت په اتو ولسواليو کې دوى د پوليو د کمپاين په تطبيق کې ستونزې لري او د هر کمپاين پر مهال شاوخوا اته نيم زره ماشومان د پوليو له څاڅکو څخه بې برخې پاتې کېږي.

ډاکټر فضلي د نوې پېښې رامنځته کېدل همدا لامل په ګوته کړ.

دى وايي چې دا د هېواد په کچه په ٢٠١٦ کال کې درېيمه قضيه ده، چې ثبتېږي. تېر کال په کونړ کې دوه پېښې او په ټول هېواد کې ٢٠ پېښې ثبت شوې وې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.