ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنيف اتمر چين ته ولاړ

حنيف اتمر چين ته ولاړ

author avatar
17 Apr 2016 - 16:27
حنيف اتمر چين ته ولاړ
author avatar
17 Apr 2016 - 16:27

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له چيني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه بيجنګ ته روان شوى دى.

د ملي امنيت شورا تواب غورځنګ د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه دوه ورځني سفر پر مهال  به د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي، د ملي امنيت له وزير ګينګ هوچينګ  او د دغه هېواد د واکمن کمونست ګوند د سياسي څانګې له مشر مينګ جانزو سره وګوري.

د هغه په وينا، حنيف اتمر به دغه راز د چين له نورو پوځي چاواکو سره هم لیدنې ولري.

غورځنګ وايي چې د دې ليدنو پر مهال  به د افغانستان او چين د اړيکو پر پراختيا، د افغانستان سولې پر پروسه، د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او له افغان ملي ځواکونو سره د چين پر پوځي مرستو خبرې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.