ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د پوهنې وزارت دې د خالي بستونو د استخدام لړۍ چټکه کړي

مشرانو جرګه: د پوهنې وزارت دې د خالي بستونو د استخدام لړۍ چټکه کړي

author avatar
17 Apr 2016 - 17:23
مشرانو جرګه: د پوهنې وزارت دې د خالي بستونو د استخدام لړۍ چټکه کړي
author avatar
17 Apr 2016 - 17:23

کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، د پوهنې په وزارت کې د خالي بستونو پر شتون د نيوکې ترڅنګ په دغه وزارت کې د استخدام لړۍ د چټکتيا غوښتنه وکړه، خو د پوهنې وزير وويل چې په دې برخه کې په جديت سره کار روان دى.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون مشر ويلي و، چې د حکومت په بېلابېلو ادارو کې ٢٥٥٨٤ بستونه خالي دي، چې له دې ډلې يې ١٣٠٠٠ بستونه په پوهنې وزارت کې دي.

مشرانو جرګې نن د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د يادې جرګې عمومي ناستې ته رابللى و، څو په دغه وزارت کې د ١٣٠٠٠ خالي بستونو، خيالي ښوونځيو او د پوهنې د ټوليز وضعيت په اړه معلومات وړاندې او د جرګې غړو پوښتنو ته معلومات وړاندې کړي.

د يادې جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسيون مشرې ليلما احمدي د نن ورځې په ناسته کې وويل، چې په حکومتي ادارو کې ياد بستونه په داسې حال کې خالي دي، چې د هېواد زرګونه تحصيل کړي ځوانان بې دندو ګرځي.

مېرمن احمدي د پوهنې له وزير څخه د نه استخدام په اړه پوښتنې وکړې او ويې ويل، چې وزير بايد د خيالي ښوونځيو د شتون او د پوهنې ټوليز وضعيت په اړه هم معلومات وړاندې کړي.

 د پوهنې وزير وويل، چې په دغه وزارت کې ١٢٧٦٦ بستونه خالي و، خو په دې وروستيو کې ١٩٠٤ کسان په مرکز او ولايتونو کې په بېلابېلو برخو کې د رقابتي ازموينې له لارې استخدام شوي او پاتې نور بستونه اعلان ته وړاندې شوي دي.

هغه زياته کړه چې ډېرى خالي بستونه په نا امنو ولسواليو او سيمو کې دي او يادو سيمو ته څوک په ٣٠ تر ٥٠ امتياز په ورکړې هم نه حاضريږي.

 نوموړي وويل، چې د ښارونو په مرکزونو کې له دوه-دريو زيات خالي بستونه شتون نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "د دې ستونزې د حل په موخه اړتيا ده، چې په ولسواليو او نا امنو سيمو کې پنځوس سلنه خالي بستونه په خدمتي توګه د ښارونو مرکزونو ته راولېږدو."

د پوهنې وزير څرګنده کړه، چې د دې کار په ترسره کولو سره به بيا هم دوه تر درې زره خالي بستونه پاتې شي، ځکه هيڅ کوم ښوونکى هم په نا امنو سيمو کې دندې ترسره کولو ته چمتو نه دى.

هغه وويل، چې په راتلونکو ورځو کې به په مرکز او ولايتونو کې د رياست او امريت ١٠٠ خالي بستونه، پر پايلې ولاړ د ظرفيت لوړونې پروګرام (CBR) له لارې اعلان ته وړاندې شي.

بلخي هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو دوه مياشتو کې به د دغه وزارت د تشکيلاتو خالي بستونو کې وړ کسان په دندو وګوماري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.