ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ١٢ طالبان او يو امنيتي سرتېرى وژل شوي

تخار کې ١٢ طالبان او يو امنيتي سرتېرى وژل شوي

author avatar
18 Apr 2016 - 19:54
تخار کې ١٢ طالبان او يو امنيتي سرتېرى وژل شوي
author avatar
18 Apr 2016 - 19:54

تالقان (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې، ١٢ طالبان طالبان وژل شوي او ٣٥ نور ژوبل دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې په يادې ولسوالۍ کۍ د امنيتي ځواکونو پر پوستو پرله پسې بريدونه کړي، چې په شا تمبول شوي دي.

ده زياته کړه: ((په دې نښتو کې ١٢ طالبان وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان دي، دغه راز د عامه نظم يو سرتېری وژل شوی او پنځه امنيتي کسان ټپيان دي، چې د عامه نظم او د سيمه ييزو پوليسو سرتېري دي.))

د هغه په وينا، د طالبانو درې مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

په ورته وخت کې بيا د درقد ولسوالۍ يو اوسېدونکی شېرمحمد وايي، طالبانو درقد ښار ته نږدې شوي وو، خو د امنيتي ځواکونو له لوري په  شا وتمبول شول.

دى زياتوي، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دی، خو هغه يې د نوم له اخيستلو ډډه وکړه.

خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.